د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پوليو ضد کمپاين پېل شو


د بلوچستا ن په څلورو ضلعو کې له نن (جولايي ۲۴) څخه د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين پېل شو. چارواکي وايي دې کمپاين کې به اتو لکو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوي لپاره ويکسين کيږي.

دا کمپاين د بلوچستان سرښار، کوټې تر څنګ پښين، قلعه عبدالله او مستونګ ضلعوکې پېل شوی.

په بلوچستان کې د پوليو ضد څانګې مشر، سید فیصل احمد لخوا په جاري شوي یو بیان کې ويل شوي چې د دې ضلعو په ۱۲۷ يونين کونسلو کې هغو ماشومانو ته ويکسين کېږي چې عمرونه يې له پنځوو کلونو کم وي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((د دې مقصد لپاره ۳۸۲۴ ډلې کار کوي. دوی کې ځينې يې کور په کور ګرځي. همداراز ۲۱۴ ځايونه ټاکل شوي چې هلته به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکې ورکول کيږي.))

د چارواکو په خبره د دې کمپاين ښه پر مخ بېولو لپاره يې امنيتي تدابير هم ډېر کړې دي. سید فیصل احمد زیاته کړې چې د پوليو ډلو د امنيت لپاره پوليس، ليويز او پوځ اهلکار مرسته کوي.

هغه پر ميندو او پلرونو ټينګار کړی چې دې کمپاين کې د چارواکو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان ويکسين کړي. هغه له ديني عالمانو هم غوښتي چې ټولنه د پوليو وايرس په ضرر پوهه کړي او خلک وهڅوي چې د دې معذورونکې ناروغۍ مخنيوي کې مرسته وکړي.

په بلوچستان کې د روانې مياشتې په پنځم تاريخ د پوليو يو کېس مخې ته راغلی وو. د اتلسو مياشتو، سيد احمد شاه د قلعه عبدالله يونين کونسل محمود اباد کې په دې رنځ اخته شوی دی. دا په ۲۰۱۷ کال کې بلوچستان کې د پوليو وايرس لومړی ناروغ دی. دې سره په ټول پاکستان کې دا کال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر درې شو.

XS
SM
MD
LG