د لاسرسي ځای

پاکستان: د باران او سېلاب له کبله د مړو شمېر ۸۷ ته رسېدلی


د سېلاب یو پخوانی عکس

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره – نشنل ډزاسټر منېجمنټ اتارټي - وايي ، په تېرو ۲۵ ورځو کې د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۷ ته رسېدلی دی.

یادې ادارې د جمعې په ورځ ناوخته په خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا بارانونه په قبایلي سیمو ، خیبر پښتونخوا ، سیند ، بلوچستان ، پنجاب او کمشیر کې شوي چې له کبله یې راغلو سېلابونو نه یوازې تر ۲۱مې جولايي ۸۷ کسان وژلي بلکې لږ تر لږه ۱۱۹ یې نور ټپي کړي هم دي.

په رپوټ کې راغلي چې په خيبر پښتونخوا کې ۱۳ په سیند کې شپږ ، په بلوچستان کې ۲۶ ، په قبايلي سيمو کي اته ، په کشمير کې يواو په پنجاب صوبه کي د ښځو او ماشومانو په ګډون۳۰ کسان وژلي دي.

په دې سیمو کې راغلو د پشکال دې بارانونو د ځاني زیان تر څنګ لږ تر لږه ۱۲۰ کورونه وران کړي او نور مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې – نشنل ډزاسټر منېجمنټ اتارټي – په راتلونکو درو ورځو کې د ممکنه باران په اړه پر خپله ویب پاڼه خبرداری خپور کړی دی.

د ورکړل شوو مالوماتو له مخې په راتلونکو درو ورځو کې د قبایلي سیمو ، خیبر پښتونخوا او ږوب په ګډون د پنجاب او سیند صوبو په یو شمېر سیمو کې د تېز باران امکان ښودل شوی دی.

په بیان کې ټولو اړوند ادارو او چارواکو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې په دې ورځو کې دې د هر ډول ممکمه حالاتو لپاره تیار اوسي.

په پاکستان کې له تېرو څو کالو راهسې په هر اوړي کې د زیات باران له کبله سېلابونه راځي چې په پراخه کچه یې ځاني او مالي زیانونه رسوي دي.

XS
SM
MD
LG