د لاسرسي ځای

تازه خبر

هيلري کلنټن په اړه مې د روسيې مالوماتو ته اړتيا نه درلودله: ډونلډ ټرمپ


د امريکا ولسمشر پر هغو لوړ پوړو چارواکيو نيوکه کړې چې د ۲۰۱۶ ز کال د امريکايي ټاکنو د کمپاين په اړه د روس د رول پلټنو کې ښکېل دي.

ډونلډ ټرمپ ويلي چې د خپلې سيالې هيلري کلنټن ته د زيان رسولو لپاره يې د روس مالوماتو ته هېڅ اړتيا نه وه.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبره له نيويارک ټايمز سره د مرکې پر مهال کړې چې د چارشنبې په ورځ خپره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د چارشنبې په ورځ د امريکا يي سېنټ عدالتي کمېټۍ اعلان وکړ چې د ولسمشر مشر زوی ډونلډ جونيير او د هغه د کمپاين د چارو پخوانی مشرپول مېنافورټ حاضر دي چې د هغې غونډې په اړه ګواهي ورکړي چې د مهم په دوران کې يې له روسيانو سره کړې وه.

بل لور ته روسۍ قانون پوهې نتاليا ويزلنتسکايا چې د ۲۰۱۶ کال د جون په مياشت کې يې په ټرمپ ټاور کې له ټرمپ جونيير سره ملاقات غوښتې وو، ويلي چې روس د ديموکراتانو د ملي کمېټۍ په اړه ناقانونه مالومات شريک کړي وو.

نوموړې ويلي چې دا په ټرمپ ټاور کې شوې ملاقات په اړه ګواهي ورکولو ته تياره ده.

ټرمپ جونيير په روانه مياشت کې يو ايمېل خپور کړ چې پکې ويل شوي چې غوښت يې وګوري چې ويزلنستکا د هېلري کلنټن په اړه څه مالومات ورکوي خو دده په وينا ورکړل شوي مالومات د مهم لپاره په ګټه نه وو.

خپله ولسمشر ټرمپ هم د مرکې پر مهال د خپل زوی له دې خبرې سره اتفاق وکړ او وې ويل چې دې غونډې هېڅ ګټه و نه رسوله ځکه چې ده ته د هيلري کلنټن په اړه د روس مالوماتو ته اړتيا نه وه ولې چې ورسره وار له مخه بېخې زيات مالومات وو.

له نيويارک ټايمز سره د مرکې پر مهال ډونلډ ټرمپ له روسي ولسمشر ولاديمير پوتن سره د پټ ملاقات په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي په لومړي ځل په ډاګه کړه چېله ښاغلي پوتن سره يې د دويم ځل ملاقات پر مهالد روسي ماشومانو د خپلولو پر موضوع خبرې وکړې.

کله چې په ۲۰۱۲ز کال کې امريکا پر روس بنديزونه ولګول نو په ځواب کې ولاديمير پوتن پر امريکايانو بنديز ولګولی چېهغوي نه شي کولای روسي ماشومان د اولاد په توګه خپل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG