د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پاکستان ته د چاودېدونکو موادو مالوملو تېکنالوژي ورکړې ده


له وسله والو نيول شوی د چاودېدونکو موادو رپموټ (فايل فوټو)
له وسله والو نيول شوی د چاودېدونکو موادو رپموټ (فايل فوټو)

امريکا پاکستان ته داسې سامان و الات ورکړي چې تر لس سکېنډو يا ثانيو څخه هم په کم وخت کې د چاودېدونکو موادو درک لګولای شي.

په پېښور کې د امريکا کونسلګرۍ له خوا په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې داسې الات پخوا هم پاکستان ته ورکړل شوي چې د ۱۲۸ ملينه ډالر مرستو برخه ده چې مقصد يې له چاودېدونکيو موادو څخه د خلکو ژوند خوندې کول دي.

په خبر پاڼه کې د يوه امريکايي چارواکي برېګېډيير جنرال کېنت اکمن له قوله ويل شوي چې ددې الاتو د ورکولو مقصد د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د امنيتي ادارو صلاحيت پیاوړی کول دي.

بيان زياتوي،

(( د غېر قانوني چاودېدونکو موادو غلطو لاسونو ته د پرېوتو مخه نيول د هرچا په ګټه ده او په دې لړ کې د پاکستان پوځ ته د نړيوال معيار تېکنالوژی ورکړل شوې ده. د يوه بم د چاودېدو مخه نيولو ښه طريقه داده چې د جوړوونکي او چلونکي تر بريد له مخه د هغه درک ولګول شي))

بيان وايي، دا الات به د پاکستان له پوځ سره د خپلو خلکو د ژوند په ژغورولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG