د لاسرسي ځای

تازه خبر

رباب غږونکی عدنان حېدر وايي ، فن مینه او جنګ کرکه خپروي


۲۶کلن عدنان حېدر د کرمې ایجنسۍ د مرکز پاړه چنار اوسېدونکی دی او اوس د اسلام اباد په کلتوري اداره - لوک ورثه - کې د رباب مینه والو ته زده کړې ورکوي.

عدنان حېدر وايي ، په مسلکي توګه مجسمه جوړونکی دی خو له ماشومتوبه يې له موسیقۍ سره مینه پاتې شوې ده.

نوموړی له تېرې څه مودې راهسې په خپله هم د رباب زده کړي او هم دا پوهه بیا له نورو زده کوونکو سره هم شریکوي.

دی وايي ، په پیل کې ورته د کورنۍ له خوا يو شمېر داسې ستونزې وې چې د موسيقۍ اړخ ته تګ يې ورته ګران کړی وو، نو ځکه به د انجنيرنګ د سبق ويلو په بهانه له کوره راواتی خو سبق يې د فاين آرټس وويلو.

عدنان تر دولسمه رسمي زده کړې د پاړه چنار له ډګري کالجه ترلاسه کړې وې او وروسته يې د نېشنل کالج آف آرټس لاهور په فاين آرټس کې سند ترلاسه کړ.

دی اوس له د تېرو نهه مياشتو راهیسې د اسلام اباد په لوک ورثه کې زده کوونکو ته رباب ښايي.

په لوک ورثه کې د رباب ښوولو ترڅنګ په پنډۍ ښار کې د رباب ښودلو خپله اکېډمي هم لري چې ورته يې د "آرټسټو اکېډمي" نوم ورکړی دی.

عدنان خپله د موسيقۍ د زده کولو په اړه وايي چې درې کاله يې له پلاره په پټه رباب زده کاوی خو چې کله يې په پېښور کې يوه سيالي وګټله او پلار دی پر ټي وي ولیدی نو له هغه وروسته یې اجازه ورکړه.

په پېښور کې په ۲۰۱۵م کال کې شوې د رباب غږولو په دغه سياليو کې عدنان لومړی او د اسلام اباد لوک ورثه کې يې هم په دغه کال څلورم پوزيشن ترلاسه کړی وو.

عدنان وايي چې د پاړه چنار خلک د آرټ يا فن ډېر قدر کوي خو بدمرغي دا ده چې قبايلي سيمو ته څوک توجه نه ورکوي نو ځکه موږ نه وينو چې د فن اړخ ته له دغه سيمو څوک په ډاګه رامخې ته شي.

دی وايي ، “ په دغه سيمو کې نه خو د فن د زده کړې مرکزونه شته او نه ښوونکي”.

عدنان د رباب بنيادي زده کړې په پاړه چنار کې له يو استاذ نعيم څخه کړې دي او بيا يې په پېښور کې د رباب له مشهور ځوان هنرمندانو وقار اتل او ګلاب اپرېدي څخه نوره رسمي زده کړه کړې ده.

دی وايي چې د دې ترڅنګ یې کلاسيکل رباب په اسلام اباد کې له شهباز علي استاز څخه زده کړی دی.

عدنان حېدر د اګست په مياشت کې قازقستان ته روان دی او هلته به په يوه دستوره کې رباب غږوي.

په دې اړه نوموړي وايي چې د لوک ورثه مشرې ډاکټر فوزيه سعيد د دغې دستورې لپاره د ده نوم ورکړی وو او اوس به د هغه پېژندګلو په نړيوال کچه هم وشي.

دی په پاړه چنار کې تېرو شوو او روانو حالاتو ته په اشاره وايي ،“ د امنيت خراب حالت او چاودنو خلک اغېزمن کړي دي، ولس په مړو او ژوبلو مشغول دی نو د فن اړخ ته به څه پام وکړي، فنکار جوړېدل هلته اوس ناشوني ښکاري”.

دی وايي ،فن يا آرټ مينه ده او جنګونه نفرت خپروي، هم دا وجه ده چې هلته د ماشومانو او لويو په ذهنونو کې چاودنې او جنګ پروت دی.

د عدنان حېدر په وینا ، که حکومتي چارواکي ورسره مرسته وکړي او له دې جنجاله يې رابهر کړي نو په پاړه چنار کې لوی فنکاران او وړتیا لرونکي خلک شته.

د رباب غږولو په اړه عدنان وايي چې دا يوازې تر پښتنو محدود نه دی، ځکه خو له ده سره چې څومره خلک رباب زده کوي د هغوي تعلق د پنجاب، کشمير او سيند له بېلا بېلو سيمو سره دی.

دی وايي ، يو څو د بهر ملک شاګردان هم د انټرنټ له لارې له ده څخه رباب زده کوي چې تعلق يې د اسټراليا او له جرمني سره دی.

عدنان هيله مند دی چې د رباب له لارې به د سختدريځۍ مقابله کوي او هم دا يوازينۍ لار بولي چې د امن، مينې، سولې او خوشحالۍ پېغام ترې خپرېدای شي.

XS
SM
MD
LG