د لاسرسي ځای

تازه خبر

حیات اباد: ځانمرګي بريد کې يو کس وژل شوی، لس زخميان دي


په برید کې ويجاړ شوی موټر
په برید کې ويجاړ شوی موټر

نن سهار د خيبر پښتونخوا په حیات اباد کې د ايف، سي يا سرحدي ځواکونو پر ګاډو بريد شوی دی. د چارواکو په خبره بريد کوونکي په موټرسايکل وو چې د ايف، سي ځواکونو روان ګاډي يې په نښه کړل.

د ریسکيو ۱۱۲۲ ادارې وياند بلال احمد فيضي نن مشال ريډيو ته وويل چې دا يو ځانمرګی بريد وو چې پکې يو افسر وژل شوی او لس کسان زخميان دي. په زخميانو کې درې د ايف، سي ځواک سرتيري او ۷ ولسي وګړي ښودل شوې دي. په ټپيانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.

د بريد زمه واري د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلې ده. ځيني رسنۍ د وژل شوو کسانو شمېر درې ښئ خو تر اوسه چارواکو مشال ريډيو سره خبرو کې د يو تن وژنه تاييد کړې ده.

بيړنيوو حالاتو کې د ژغورنې اداره، ریسکيو ۱۱۲۲ په خپله ننۍ خبرپاڼه کې ويلي چې دا ځانمرګی بريد د حيات اباد باغان ناران سره وشو او دوی په بيړه د پېښې ځای ته ورسېدل او زخميان يې حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته ولېږدول.

په خبرپاڼه کې د وژل شوي کس نوم ميجر جمال ياد شوی دی. دې خبرپاڼې زياته کړې چې بريد کې شاه نواز، ولي الله، ظاهرشاه، شرافت، همايون، شاهده، احمدشاه، ليلا او سرمدشاه زخميان دي.

په پېښور کې ځانمرګی برید، یو امنیتي افسر وژل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

XS
SM
MD
LG