د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو ناوه ولسوالي له طالبانو نيولې"


د افغانستان هلمند ولايت چارواکي وايي چې ناوه ولسوالي نن سهار بېرته له وسله والو طالبانو څخه ونېول شوه.

د دغه ولایت د والې ویاند عمر ځواک مشال ريډيو ته وویل چې دا ولسوالي نهه میاشتي وړاندې طالبانو نیولې وه. نوموړي وویل چې د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات د خالد صفر څلور په نوم دوه ورځې وړاندې پیل شوي وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG