د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ سیند کبان ولې مري؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

روح الله انوري

کونړـ د کونړ اوسېدونکي وايي په سیند کې زهرجن مواد استعمال شوي چې له امله يي په زیات شمیر کې ماهیان وژل شوي او نور دمرګ ګواښ سره مخ دي. خلک وایي کوم ماهیان چې دوي نیولي ټول زخمیان دي او دهمدې ټپونو په وجه مړه کیږي.

په کونړ کې دکرنې او مالدارۍ چارو مسولین وايي چې په سیند کې زهرجن مواد ندي کارول شوي بلکي دسیلابونو په وجه یاده ستونزه پیدا شوې ده.

د کونړ اوسیدونکي وایي له تیرو څو ورځو په سیند کې ماهیانو کې ناروغې لګیدلې ده .چې په سبب يي په زیات شمیر کې ماهیان مړه شوي او نور دمرګ ګواښ سره مخامخ دي:

((زما نوم ضیاالرحمان دی او د کونړ مرکز اوسېدونکی یم. په ماهیانو کومه ناروغې پیدا شوې ده او که بل څه چل شوی دی خو ماهیان زخمیان کیږي او خلک هر سهار د سیند غاړي ته راځي او بوجۍ ،بوجې نیسې او کورونو ته یي وړي.))

د حضرت الله په نوم یو بل تن وايي چې، په ډیره زیاته پیمانه ماهیان مري. خلک یې نیسي. دی وايي نه پوهېږي چې څه چل شوی؟ څوک وایي زهرجن مواد چا اچولي خو تر اوسه ستونزه نه ده معلومه.

دوی وايي، داسې ښکاري چې په سیند کې کوم زهرجن مواد کارول شوي چې له امله يي ماهیان لومړی زخمیان کیږي او له هغه وروسته مري. خلک له حکومت غواړي چې زر تر زره دماهیانو دمړینې لاملونه معلوم کړي او که چیرته دا کار ونشي نو د کونړ سیند کې به د ماهیانو نسل ختم شي.

په کونړ کې دکرنې او مالدارۍ چارو رییس انجینر انعام الله ساپي مشال راډیو ته ومنله چې په تیرو څو ورځو کې په سیند کې زیات ماهیان مړه شوي دي.

((دقیقاً موږ ته خلکو مراجع کړې چې په سیند کې کومه ستونزه موجوده ده او ماهیان ډیر زیات تلف شوي دي، خلکو هم ډیر زیات نیولي دي ځکه هغوي دحرکت نه و.))

انعام الله ساپی وایي دماهیانو دمړینې لامل داوبو خړوالی او ککړوالی دی.

((موږ دوه ټیمونه توضیف کړل او دواړو درو ته مو ولیږل، چې دغه مشکل معلوم کړي، خو داسې کومه وبايي ستونزه نشته دی. زموږ د مطالعې مطابق، دا وروستي سیلابونه او غیر یقینې بارانونو په وجه اوبه زیاتې تیزابې شوي دي. نو پدغه صورت کې ماهیان ډیر زیات تلف شوي دي.))

خلک وايي پخوا دکونړ او نورستان په سیندونو کې پریمانه ماهیان موجود وو چې هرچا به په اسانه نیولی شول، خو اوس پکې دیو شمیر کسانو لخوا دزهرې موادو ،برقي شارټونو او بمونو غورځولو په وسیله وژل کیږي چې دې سره دماهیانو شمیر کم شوی دی او که چیرته دماهیانو دغه ډول نیولو مخنیوی ونه شي نو دکونړ سیند به د ماهیانو څخه خالي شي.

XS
SM
MD
LG