د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي زده کونکي د فاټا اصلاحاتو لپاره مظاهره کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د قبایلي سیمو د زده کونکیو سازمان چې د روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه د فاټا د اصلاحاتو په لړ کې، په پېښور کې لاریون او احتجاج کوي وایي چې یو شمېر نورو تنظیمونو او مدني ټولنو هم ورسره د ګډون ژمنه کړېده.

د دوی په وینا دوی به د روانې میاشتې په ۱۹ مه په پېښور کې له قیوم سټیډیوم څخه د ګورنر هاوس پورې لاریون کوي او بیا به هملته پرلت غزوي.

قبايلي زده کونکي او د يادو سيمو نور سياسي ګوندونه او مدنې ټولنې وايي چې مرکزي حکومت د فاټا اصلاحاتو خبرې په شا غورځولې دي.

خو بل پلو، مرکزي حکومت بيا بيا ويلي دي چې د فاټا اصلاحاتو په اړه د ځینو سياسي ګوندنو سره له مشورې وروسته به اصلاحات عملي کول پيل کړي.

د پښتونخوا اولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم محسود مشال ريډېو ته وويل چې د دوی د تحريک غړي به د قبايلي زده کونکیو په احتجاجي لاريون او ناسته کې پوره برخه اخلي اود فاټا د اصلاحاتو په ملا تړ به د هر تحريک ملګرتيا کوي.

د قبالي زده کونکیو د سازمان مشر شوکت عزيز وايي چې د رواني مياشي په نولسمه به د ګورنرهاوس مخې ته ۵ زره قبايل راغونډوي او د قبايلو سربېره ورسره د زده کنونکیو نورو سازمانونو او مدني فعالانو هم په دې احتجاج کې د ګډون ژمنه کړيده.

((فاټا لائيرز فورم، پښتونخوا اولسي تحريک، قبايلي خور او تکړه قبايلي خويندې په احتجاج کې د ګډون اعلان کړی دی. دغه ډول د عوامي وطن پارټۍ د زده کونکیو څانګې وطن پال، نيشنل سټوډنټس فيډريشن او د پښتون سټوډنټس فيډريشن صوبايي مشران به هم راځي. نن موږ خيبر ايجنسې ته راغلې يو، د شاه جي ګل آفريدي په هوجره کې د خيبر د ځوانانو سره ملاقات دی. موږ به په ۱۹مه نيټه ۵ زره قبايل د ګورنر هاوس مخې ته د فاټا اصلاحاتو د عملي کيدو غوښتنه کوو او هلته به کېنو.))

بل پلو ښځینه قبایلي زده کونکیو هم اعلان کړی دی چې په دغه احتجاجي ناسته او لاریون کې به په ګڼ شمېر کې برخه اخلي.

د فاټا لائيرز ياد قبايلي وکيلانو د اتحاديې مشر رحيم شاه آفريدی وايي چې د قبايلي زده کونکو په احتجاج کې ځکه برخه اخلي چې د مرکزي حکومت له ارادو داسې ښکاري چې ګواکې دوی اوس مهال په قبایلي سيمو کې اصلاحات کول نه غواړي.

(( کله رواج ايکټ راولي، کله پکې د مين سټريمنګ اصلاح شروع کړي، نو په دې خو موږ پوهيږو، دا خو يويشتمه صدي ده. موږ اوس تعليم يافته يو، هغه پخواني قبايل نه يو چې په دې خبرو به نه پوهيږو ۔ يا به حکومت ختم شي يا به اسمبلي پاته شي نو بيا به نوی ځکومت نوي سازشونه کوي او لومړيتوبونه به يې هم بدل شي.))

تېر کال د اګست په ۲۳مه د فاټا اصلاحاتو کميټۍ خپل رپورټ وزير اعظم ته وړاندې کړی و چې پکې د ايف سي آر د ختمولو او فاټا په خېبر پښتنخوا کي د ورګډولو وړانديزونه هم شامل وو.

د ملک نزدې ټولو سياسي ګوندونو د فاټا د اصلاحاتو ملاتړ کړی خو د جمعت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د فاټا د تجويز شویو اصلاحاتو مخالفت وکړو، چې له وجې د فاټا داصلاحاتو عملي کيدل د ځنډ ښکار شول.

مرکزي حکومت څوڅو وارې ويلې دي چې د دغو سياسي ګوندونو د سلا کولو وروسته به د فاټا اصلاحاتو عملي کيدل پيل کړي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG