د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د پاناما اسنادو مقدمې اورېدنه کوي


د پاکستان ستره محکمه
د پاکستان ستره محکمه

پراګ ـ د پاکستان ستره محکمه له دوشنبې ورځې نه یو وارې بیا د پاناما دوسیې اورېدنه پیلوي. تر دې وړاندې د جولای په لسمه نېټه د پلټنو لپاره جوړې شوې ګډې پلټنيزې ډلې (جی آيي ټي) خپل راپور په سپريم کورټ کې جمع کړی و چې پکې د وزیراعظم او د هغه د کورنۍ ژوند او د ګټې وټې یا امدن سرچینې تر پوښتنې لاندې راوستې وې.

ګډې پلټنيزې ډلې په تيرو دوو مياشتو کې له ګڼو خلکو پوښتنې وکړې. په دې کې وزيراعظم نوازشريف، د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف، د وزيراعظم د زوم کیپټن رېټايرډ صفدر، د وزيراعظم لور او زامن، د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار، د نېشنل بېنک مشر سعيد احمد، د کورنيوو چارو پخوانی وزير رحمن ملک او د قامي احتساب ادارې پخواني او موجوده مشرانو پشمول پنځلس نور کسان د يادې ډلې پروړاندې راغلل.

د پاکستان وزیراعظم له سترې محکمې بهر راووځي
د پاکستان وزیراعظم له سترې محکمې بهر راووځي

د خبریالانو نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۶م کال د اپرېل په درېيمه نېټه شاوخوا ۱۱ اعشاريه پنځه میليون پټ اسناد خپاره کړي ول، چې پکې راغلي ول، د پاناما قانوني چارو یوې کمپنۍ موساک فونسيکا د ګڼو کسانو په نومونو پټ شرکتونه پرانیستي ول.

په دې اسنادو کې د پاکستان د شاوخوا ۴۰۰ کسانو په نومونو کې د وزيراعظم نواز شریف بچیانو نومونه هم شامل ول چې په بهرنیو هېوادونو کې اته کمپنيانې لري.

  • د اپرېل په څلورمه د تحريک انصاف مشر عمران خان له وزيراعظم نواز شریف نه غوښتنه وکړه چې د تورونو سپناوي دې وکړي.
  • د اپرېل په پینځمه نېټه وزيراعظم نواز شریف د پاکستان وګړیو ته په خپله وينا کې د لګول شويو تورونو په اړه د پلټنو اعلان وکړ.
  • د ۲۰۱۶م کال د اپرېل په لسمه نېټه عمران خان غوښتنه وکړه چې د سپريم کورټ د چيف جسټس په مشرۍ دې د پلټنو لپاره یو کمېشن جوړ کړل شي.
  • د سپريم کورټ پینځو پخوانيو ججانو د پلټنو کمېشن له مشرۍ انکار وکړ. تر هغه وروسته واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند د وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ د پلټنو کمېشن لپاره شرایط جوړ کړل.
  • د اپرېل په دوه ويشتمه نېټه وزيراعظم له لندنه خپل هېواد ته ستون شو او هېوادوالو ته يې یو وارې بيا وينا وکړه.
  • د ۲۰۱۶م کال د مې په لومړۍ نېټه د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له وزيراعظمه د استعفا غوښتنه وکړه. ورسره ټولو اپوزیشن ګوندونو د غونډې وروسته د پلټنو کمېشن لپاره ضابطې وړاندې کړي.
  • د مې په ۱۳مه نېټه سپريم کورټ د حکومت لخوا د پلټنو کمېشن خواست رد کړو. له دې وروسته وزيراعظم قامي اسمبلۍ ته په وينا کې د پلټنو کمېشن لپاره د ضابطې جوړولو لپاره د یوې ګډې کمېټۍ جوړولو وړانديز ورکړ.
  • د مې په ۱۸مه نېټه یوه ۱۲ کسيزه کمېټي د ضابطو په جوړولو سلا شوله.
  • تحريک انصاف ګوند په الېکشن کمېشن کې د وزيراعظم نااهلي ریفرنس جمع کړی وو.
  • د جولای په ۲۰مه اپوزیشن ګوندونو له حکومت سره د نورو مذاکراتو له کولو انکار وکړ.
  • د اګست په ۲۹مه تحريک انصاف ګوند هم په سپريم کورټ کې درخواست جمع کړو او د وزيراعظم نوازشريف د اناهلۍ غوښتنه يې وکړه.
  • سپريم کورټ د پاناما اسنادو لپاره پینځه کسيزه هیئت اعلان کړ او رسمي اورېدنه شورو شوه، چې د روان ۲۰۱۷م کال د فېبرورۍ تر درويشتمې نېټې پوري جاري وه.
  • سپریم کورټ د اپريل په ۲۰مه د پاناما اسنادو په اړه د نورو پلټنو لپاره ګډه پلټونکې ډله يا (جی ای ټي) جوړولو امر وکړ.
  • د روان ۲۰۱۷م کال د مې په پنځمه سپريم کورټ په رسمي توګه ګډه پلټنزه ډله جوړه کړه او د مې په نهمه نېټه يې د وزيراعظم د شتمنیو پلټنې شورو کړې.
  • د مې په ۲۸مه ګډې پلټنیزې ډلې د وزيراعظم مشر زوی حسين نواز نه پوښتني وکړې.
  • د جون په دويمه د وزيراعظم کشر زوی حسن نواز ګډي پلټنزي ډلي په وړاندې حاضر شو.
  • د جون په ۱۵مه وزيراعظم نوازشريف ګډې پلټنیزې ډلې ته وړاندې شو او تر درېوو ګينټو پورې د پوښتنو ځوابونو ورکړل.
  • د جون په ۱۷مه د وزيراعظم ورور او د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف تر څلورو ګينټو د جی ای ټي د غړو د پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
  • د جولای په درېيمه ګډې پلتنزي ډلې د خزانی وفاقي وزير اسحاق ډاربللی و.
  • د جولای په پینځمه نيټه د وزيراعظم لور مريم نواز جی ای ټی ته حاضر شوه.
  • د جی ای ټي د حتمی راپور له وړاندې کيدو دوه ورځې مخکې ځينو وفاقي وزيرانو په ګډ خبري کانفراس کې راتلونکی راپور رد کړو.
  • د جولای په ۱۰مه ګډې پلټنيزې ډلې خپل حتمی راپور سپريم کورټ کې جمع کړو. د ۲۷۵ صفحو په حتمي راپور کې ويلي شوي چې د وزيراعظم او د هغو بچو د ژوند تيرولو او معلومې شتمنۍ په منځ کې ډير فرق دی.
  • په راپور کې دا هم ويلي شوي چې وزيراعظم او د هغه د بچو د پيسو په اړه د ځينو پوښتنو ځوابونه د اطمينان وړ نه وو.
  • واکمن مسلم ليګ ن ګوند د جی ای ټی راپور رد کړو او ویې ويل چې دا راپور به په سپريم کورټ کې چېلنجوي.
  • د جولای په ۱۴مه د اپوزیشن ځينو ګوندونو د وزيراعظم نه مستفعي کيدو غوښتنه وکړه.
XS
SM
MD
LG