د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي،د ناټو او روسیې د شورا په تازه غونډه کې د اوکراین، افغانستان او د خطرو کمولو پر موضوع ((سپینې او ګټورې)) خبرې وشوې.
ستولتنبرګ تېر ماښام په برسلز کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل،له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ رپورټونه یې لیدلي، خو په دې اړه لا کره شواهد نه لري.
ده وویل، موږ رپورټونه لیدلي. خو هېڅ شواهد یا داسې معلومات مو نه دي لیدلي چې له طالبانو سره د روسیې ملاتړ تایید کړي او روسیې په سپینه ویلي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي.
ستولتنبرګ وویل،ناټو او روسیه اوس هم ځېنې بنیادي اختلافات لري. ده وویل، په ځانګړي ډول په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراین کریمیا سیمې له روسیې سره الحاق او د ختیځ اوکراین په جګړه کې د روسیې رول په اړه اختلافات شامل دي.