د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: جمهوريت لپاره د نوازشريف ملاتړ کوم


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي روانه سياسي ګډوډې د هیواد په ګټه نه ده. نوموړي نن د بلوچستان په سرښار کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پکار ده ټولې جمهوري ادارې خپله ټاکلې موده پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دوه اپوزيشن ګوندونه (پيپلز پارټي او تحريک انصاف) له وزيراعظم نوازشريف څخه غوښتنه کړې چې استعفا ورکړي ځکه چې د دوی په خبره د پانامه لېکس کیس له مخې د نوموړي پر کورنۍ د درغليوو تورونه دي. د وزيراعظم کورنۍ دا نه مني او وايي په سپريم کورټ کې به د دې سپيناوی کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وويل هیواد نور د بحرانونو توان نه لري نو پکار ده چې د پاکستان واکمنې ادارې د پانامه لېکس په نامه کيس له وجې زيانمنې نه شي. نوموړي زياته کړه: ((نوازشريف د واکمنۍ له تجربې زده کړه چې هيواد بغير له جهموريته نه شي چلیدلی. د درغليوو په تور کې نوازشريف په نښه کول خطرناکه کار دی.))

اڅکزي دا هم وویل چې ګوند يې د جمهوریت د پرمختګ لپاره دنواز شریف ملاتړ کوي او زياته يې کړه: ((د نواز شریف کیس دا وخت په عدالت کې دی، عدالت چې کومه پرېکړه وکړه هرکس به يې مني))

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر همداراز وړاندیز وکړ چې د ښو پلټنو لپاره دې د ججانو یا قاصيانو په شمول کمېټې جوړه شي.

هغه خبريالانو ته وويل: ((زیاتره لوړ رتبه کسان په درغليوو کې تورن دي. دې کې خبريالان، جرنيلانو سياستوال، قاضیان، ملايان او کارخانه دار شامل دي. د ټولو پر ضد دې پلټنې وشي ځکه چې د درغليوو ختمول ضروري دي.))

ياده دې وي چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د نوازشريف له ګوند ملسم لېګ سره شريک حکومت لري. تر دې مخکې د جماعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر، مولانا فضل الرحمان هم تېره ورځ پېښور کې ويلي وو چې پانامه کيس مقصد د درغليوو ختمولو نه بلکې د وزيراعظم ليري کول دي.

XS
SM
MD
LG