د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو ماشوم په خر پورې تړل شوی، وژل شوی


د خيبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې يو ماشوم د خر پورې تړل شوی، راښکل شوی او وژل شوي دی. د دې ماشوم پلار، شير افضل مشال ريډيو ته نن (پنچشنبه) وويل د دوی خر د ګاونډي پټي ته ورګډ شوی وو چې له وجې يې د پټي مالک غصه شو.

د ايبټ آباد په کنګور مهره کلي کې د وژل شوي اته کلن مزمل پلار شير افضل مشال ريډيو ته سره خبرو کې زياته کړه ستونزه هغه وخت پېښه شوه چې د چارشنبې په ورځ (د جولايي ۱۳) ماسپښين يې خر د ګاونډيانو پټي ته ورګډ شو.

نوموړي زیاته کړه: ((زما دوه زامن او يو وراره په خره پسې ورغلل خو د پټي مالک ورپسې ورمنډې کړي. نور واړه ترې وتښتېدل او مزمل يې ونيو. بيا يې هغه د خره پسې وتاړه او خر يې وځغلاوه. زما زوی یې په کچه سړک تر دومره ځايه د ځان پسې کش کړی وو چې هغه سا ورکړه.))

نوموړي له حکومته د انصاف غوښتنه کړې ده. په ايبټ اباد کې د لورا تاڼې د پوليسو ايس، ايچ، او هارون خان وايي چې د نورو دوو ماشومانو په ګواهۍ يې ايف، آيي، آر درج کړی او د ماشوم په وژنه تورن کس يې نيولی دی. هغه زياته کړه: (( کوم کس چې دا ماشوم پر خر پورې تړلې وو، د هغه نوم مسکين او د پلار نوم يې عبدالجبار دی. موږ نيولی دی. تورن کس ۷۰ کلن دی. قوم يې ګجر دی او د کنګور مهره کلي اوسيدونکی دی.))

XS
SM
MD
LG