د لاسرسي ځای

تازه خبر

«پانامه کيس غير جمهوري قوتونو ته ګټه رسولی»


«پانامه کيس غير جمهوري قوتونو ته ګټه رسولی»
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دا اونۍ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو پر دې خبرې کړي چې د پانامه کيس په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې رپورټ تر راتلو ورسته به د پاکستان په جمهوريت او امنيت څومره اثرات پريوځي؟ دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ګوند دغه راپور نيمګړی ګڼي او وايي، په سپريم کورټ کې به يې چيلنج کوي خو اپوزيشن ګوندونه وايي چې په رپورټ کې وزير اعظم او کورنۍ يې قصورواره ګرځول شوې او بايد استعفی ورکړي۔ د قانوني چارو پوه، قاضي محمد انور وايي ممکنه ده چې د دې رپورټ پر بنسټ په وزيراعظم مقدمه روانه پاتې شي خو دا به وزيراعظم نوازشريف ته په قانوني لحاظ د استعفا لپاره کومه ستونزه جوړه نه کړي. موږ سره په نورو ميلمنو کې د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مرستيال پروفیسر ډاکټر عبدالشکور وايي، پانامه کيس غير جمهوري قوتونو ته ګټه رسولی خو د سياسي چارو یو بل کارپوه ضياالله همدرد بیا جلا نظر لري.

XS
SM
MD
LG