د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډونالډ ټرمپ زوی پر ځان لګېدلي تورونه سپينوي


پراګ - د امریکا ولسمشر مشر زوی ډونالډ ټرمپ جونیر ویلي له روسۍ وکیلې او یا نورو روسانو سره یې خبرې د خپل پلار د سیالې هیلیري کلنټن ته د ضربې رسولو او یا په انتخاباتو د هغوی د تاثیر په پار نه دي کړي.

هغه له فاکس نیوز سره د سېشنبې پر ورځ مرکه وکړه او ویې ویل چې د تېر کال په جون میاشت کې د ده او روسۍ وکیلې ناتالیا وسیلنسکایا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره هېڅ ګټه نه ده کړې.

هغه وویل خپل پلار ته یې د دې خبرو په اړه څه نه و ویلي.

((دا هېڅ مسله هم نه وه چې زه یې پلار ته ووایم. زما مطلب دا دی چې زما په یاد هم نه و تر هغو چې تاسو دا مسلې ته اشاره وکړه.دا په اصل کې کومه غټه خبره نه وه د شلو دقیقو لپاره د وخت ضایع کول و د شرم وړ ده.))

خو د کانګریس ځینې غړي د ټرمپ د زوی او د روسۍ وکیلې خبرې په هغو ایمیلونو پورې تړلې بولي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د جولای په یوولسمه خپاره شول.

د اوراګان ایالت سناتور ران وایډن ویلي دا ایمیلیونه ښکاره کوي چې د ډونالډ ټرمپ زوی ډونالډ ټرمپ جونیر د امریکا د ډموکراسۍ د خرابولو په خاطر له یوه بهرني دښمن قدرت سره خبرې کړي دي.

ټرمپ جونیر بیا دا تورونه بې ځایه او خندوونکي بللي دي.

د امریکا په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکی سناتور او د اکثریت رییس میچ مک کونیل ویلي د سنا جرګې د څېړونکې ډلې د څېړنو پایلو ته به تمه وي څو د دې قضیې په اصل وپوهیږي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې د خپل زوی ننګه کړې او هغه یې په وطن مین شخص بللی دی.

((زما زوی ډونالډ به نن شپه په لسو بجو مرکه ولري. هغه یو عالي شخص دی چې له وطن سره مینه لري.))

د ولسمشر ټرمپ د زوی مدافع وکیل آلن فوترفاس د جولای په لسمه په یوه بیان کې ویلي چې موکل یې هیڅ ناسم کار نه دی ترسره کړی او په دې اړه هر ډول سپیناوي ته حاضر دی.

اخوا روسۍ مېرمنې ناتالیا وسیلنسکایا ویلي له سیاست سره هېڅ لیوالتیا نه لري او له ټرمپ جونیر سره په لیدنه کې په دې نه پوهېده چې ټرمپ به راتلونکی ولسمشر وي او یا دا د کوم کاندید له زوی سره خبرې کوي.

د امریکا د فدرال تحقیقاتو اداره اف بي ای د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې په دې اړه چې ایا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ همکارانو له روسیه سره ناقانونه اړیکې درلودې که څنګه خپل تحقیقات پیل کړل.

رپورټ: صفي الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG