د لاسرسي ځای

پراګ - په لندن کې مېشته د شام د بشري حقونو ډله وايي ، دوي د اسلامي دولت وسله والې ډلې له سرچینو څخه په دې اړه کره مالومات ترلاسه کړي دي چې د دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي مړ دی.

د یادې ډلې مشر رامي عبدالرحمان د سېشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې بغدادي د شام په ختیځه صوبه دایر الزور کې مړ شوی دی خو نوموړي دا نه دي ویلي چې بغدادي کله او څنګه مړ شوی دی.

سپینې ماڼې او د امریکا پوځ دواړو ویلي چې دوی د ابوبکر البغدادي د مرګ او ژوند پخلی نشي کولای.

کردي او عراقي چارواکو هم د هغه د بغدادي د مرګ پخلی نه دی کړی.

د روسې د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي ول، دوی باور لري چې ابوبکر البغدادي یې د مې میاشتې پر ۲۸مه رقه ښار ته نېږدې په یو هوايي برید کې وژلی وو.

په اسلامي دولت وسله واله ډلې پورې د تړلو ټونیزو رسنیو پاڼو په دې اړه هېڅ نه دي ویلي.

ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴ز کال په جون کې د موصل په لوی جامع جومات کې د اسلامي دولت ډلې تش په نوم خلافت اعلان کړی وو. هغه مهال دې ډلې د عراق او شام (سوریې) یو شمېر سیمې نیولې وې.

په موصل کې د امریکا په ملاتړ د عراقیو ځواکونو تر اوږدمهاله عملیاتو وروسته، روانه اوونۍ عراقي وزیراعظم حیدر العبادي د ټول ښار نیولو او له وسله والو څخه یې د پاکولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG