د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ابادۍ زیاتوالي اندېښنه پیدا کړې


د خیبر پښتونخوا د ابادۍ د محکمې مشر وايي، هرکال د صوبې ابادي شاوخوا څلور نیم لکه زیاتېږي چې د انديښې وړ ده.

د ابادۍ محکمې مشر نور افضل خان د دورشنبې په ورځ په پېښور کې د ابادي نړیوالې ورځې په مناسبت یوې خبري غونډې ته وویل، په خیبر پښتونخوا کې د نفوس د زیاتېدو شرح ۱.۳ فيصده پکار ده خو د اندازې تر مخه دا مهال د صوبې د ابادۍ شرح ۲.۵ فيصده ده.

بلخوا د بهبود ابادۍ محکمې یوې مشرې ډاکټر نجمه مشال راډيو ته وویل، د خانداني منصوبه بندۍ په اړه د پوهاوي لپاره یې تر ۲۰۲۰م کاله ۱۰۵۰ مرکزونو جوړول هدف وو خو تر اوسه یې یوازې ۶۳۲ جوړ کړي چې ډېر کم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG