د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومند اجنسۍ کې د ۴ نامالومو کسانو مړي میندل شوي


د مومند ایجنسۍ نقشه
د مومند ایجنسۍ نقشه

د مومند ایجنسۍ په ساپو سیمه کې د دوشنبې په ورځ ناوخته د څلورو نامالومه کسانو مړي میندل شوي دي.

د غلنۍ په مرکزي روغتون کې چارواکي وايي چې دا څلور واړه کسان په ډزو ویشتل شوي دي.

د مومند ایجنسۍ د پولیټکل انتظامې چارواکي وايي ، دا مړي د بره مومند ایجنسۍ کې د ساپو تحصیل په ګلونو نومي کلي کې میندل شوي دي.

چارواکي وايي ، د دې کسانو نه پېژندګلوي شوې ده او نه هم دا مالومه شوې ده چې دا کسان چا وژلي دي.

د پولیټکل انتظامې په وینا ، د وژل شوي کسانو بې وارثه ګرځول شوي او د غلنۍ په یو ځايي هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په پاکستان کې کې وخت ناوخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي چې د بشري حقونو لپاره کارکوونکي یې بې مقدمې وژنې بولي.

داسې وژنې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې زیاتې لیدل کېږي چې د بشري حقونو فعالان یې پړه پر ریاستي ادارو اچوي خو هغوي دا تورونه ردوي.

په قبایلي سیمو کې یو شمېر وسله والې ډلې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو پرضد فعالې دي خو په بلوچستان کې بیا هغه بلوڅ وسله والې ډلې جګړه کوي چې له پاکستانه بېلېده غواړي.

XS
SM
MD
LG