د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو غلجي خپلې سیمې ته واپسي غواړي


د اورکزیو یوه سیمه
د اورکزیو یوه سیمه

د بره اورکزو د غلجو قبایل وايي اته کاله کېږي چې حکومت د دوی په سیمه کې پوځي عملیات پر مخ وړي او دوی د بې کورۍ ژوند تېروي.

دوی وايي د دې باوجود چې حکومت او پوځ په سیمه کې د عملیاتو د بریالیتوب خبره کوي او ژمنه یې کړې وه چې بې کوره شوي قبایلیان به زر خپلو سیموته واستوي، خو د دوی ۱۵۰۰ کورنۍ لا هم بې کوره دي. د غلجو بې کوره شوې کورنۍ په کوهاټ، هنګو او پېښور کې مېشت دي چې زر تر زره خپلې سیمې ته د ستنیدو غوښتنه کوي.

اورکزو ایجنسۍ
اورکزو ایجنسۍ

د غلجو قام يو مشر ملک محمد طاهر وايي چي څو ورځې مخکې په سیمه کي پوځي چار واکو ورته ويلي وو چې د غلجو بازار د بیا ابادولو پريکړه يې کړېده.

(( پوځي مشرانو زموږ ۱۵۰۰ کورنیو ته ډا د راکړی و چې د وړوکي اختر نه پس به مو ستنوي، خو تر اوسه یې خپله ژمنه پوره کړې نه ده.حکومتي چارواکي وايي په څو ورځو کې به سیمې ته د فاټا چیف سیکرټري سفر کوي او د غلجیانو لپاره به د مرستو اعلان کوي او بازار به پرانیزي، خو نور معلومات زه نه لرم چې دا کار به کله پورې وشي.))

بل پلو، د اورکزو د ځوانانو د ټولنې مشر وهاب اورکزی وايي د سیمې چارواکو تېره ورځ ځايي مشرانو ته ویلي چې د غلجو سیمې ته ورغلې ټولې لارې اوس پرانیستې دي او اولس په هغه صورت کې واپسي کولی شي چې نومونه یې د (ایف.ډي.ایم.ای) سره راجستر وي.

(( پوځي چارواکو د لارو د خلاصولو ترڅنګ دا هم وویل چې غلجیان په هغه صورت کې بیرته ستنیدای شي چې نومونه یې راجستر شوي وي، د کومو کسانو نومونه چې راجستر نه وي، د ملکانو له تصدیقه وروسته به هغو ته هم اجازه ورکول کېږي چې خپلې سیمې ته لاړ شي.))

خو یو ځايي خبر یال معين اورکزی واي چي یادې قبايلي سيمي ته چي څومره خلک ستانه شوي، هغوی د ژوند له بنیادي ضرورتونو اوس هم بې برخې دي.

((اته کاله وشول چي دا سیمې بندي دي او ځايي ولس په هنګو پېښور او نورو سیمو کي د کډوالۍ ژوند کوي. د اورکزو ډيرې سيمې اوس ازادې دي، خو هلته هيڅ بنیادي سهولتونه نشته. د غلجو بازار بند دی ، خمبرګو ، غونډګۍ ،ډبوري، مموزي او ماما زیو سيمي تش په نامه خلاصې دي خو هلته هيڅ تګ راتګ نه شي کيدی. سکولونه پرانیستې دي خو استاذان پکي نشته، روغتونونه شته خو ډاکټران پکي نشته.))

خو د اورکزو قبايلي سيمي پوليټکل ايجنټ خالد اقبال وايي چې د دوی د انتظاميې لخوا په غلجو او يا نورو قامونو خپلو سیمو ته په واپسۍ هيڅ ډول پابندي نشته او زیاتوي چي دسیمي په اړه پوځي چارواکو تر دې مهاله اجازه نه ده ورکړې.

(( زموږ له غاړې پرخلکو هېڅ ډول بندېز نشته، خو پوځ خلکو ته د ورتلو اجازه نه ده ورکړې. د غلجو، ماموندو او ډبوري سیمو واک تر دې مهاله د پوځ په لاس کې دی. خو په نوره ایجنسۍ کې د بیا رغونې او واپسۍ عمل روان دی.))

بل پل، د غلجو د قام مشر ملک طاهر خان وايي چي د پوځي چارواکو لخوا ورته ډادګيرنه ورکړل شوې ده چي ډير زر به د غلجو قام ولس خپلو سيمو ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG