نوموړې د جولايي پر اوومه نېټه پر ټویټر پاڼه خپله رسمي پاڼه جوړه کړه او هم هلته یې ولیکل چې دا یې د سکول ورستۍ او پر ټویټر لومړۍ ورځ ده.
د ملالې يوسفزۍ پر ټویټر له خلکو خواست کړی دی چې د نجونو د تعلیم او نورو حقونو لپاره دې له دې سره په مبارزه کې مرسته وکړي.
د نوموړې ټویټر یوازې په ۲۰ ساعتونو کې تر ۲۴۰۰۰۰ زیات پلویان میندلي دي.
نولس کلنه ملاله يوسفزۍ د خیبر پښتونخوا د سوات ده. نوموړې د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر مياشت کې وسلوالو طالبانو په ډزو ژوبله کړې وه.