د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د مزرین صنعت کاروبار سوړ شوی


د خوست د مزرین صنعت سوداګر وايي، چې کاروبار يې ګټه کمه کړې او د پخوا په پرتله خلک مزرین توکي لږ کاروي.

دوی وايي، له یوې خوا حکومت د دې لرغوني صنعت پراختیا ته پاملرنه نلري او بل لوري ته په ښار کې ورځ په ورځ ارزان بیه پلاستیکي توکي ډېریږي، چې ډېری خلک د مزرینو توکو پر ځای پلاستیکي اخلي.

مزری طبعي غرنی بوټی دی، چې د یو شمېر نورو سیمو تر څنګ د خوست د ځاځي میدان، باک او تریزیو ولسوالیو په غرونو او غونډیو کې نسبتاً ډېر پیدا کیږي.

د خوست د غرنیو سیمو اوسیدونکي له پېړیو راهیسې د شنو مزرو څخه چې پستې، اوږدې او پلنې پاڼې ولري، یو شمېر لاسي توکي لکه پوزي، شکرونه، شکرۍ، سوزي، د ناستې پوزکي، د لمانځه مسلې، کوري، جاروګانې، مزرین پړي او کټ بونونه پيي، خو بیا وچ مزري د سونګ لپاره کاروي.

په خوست ښار کې د مزرینو توکو دوه تنه کاروباریان مشال راډیو ته وايي، چې په ښار کې د پلاستیکي توکو د ډېریدو له کبله د دوی کاروبار زیانمن کړی دی.

دوی زیاتوي:

((نوم مې صفت خان دی، له لسو کلونو راهیسې دا د مزرو د توکو کاروبار کوم، کتې، لدونه، کشري، شکرونه او نور شیان خرڅوم، دا ټول توکي د مزرو څخه جویړږي، د اڅړو، د ګربزو، صبریو، باک او نورو سیمو خلک يې جوړوي، خو بازار يې د پخوا نه کم شوی، ځکه بازار کې پلاستیکي شیان ډېر شوي دي.

زه فضل الرحمن نومیږم، دا شیان موږ ته ځکه خوند راکوي، چې دا قدیمي شیان دي، زموږ پلرونو نیکونو ورڅخه کار اخیستی، دا که پړۍ دی او که پوزی دا ټول موږ ته خوند راکوي او بل ساړه شیان دي، سړی ورسره نه په تکلیف کې کیږي.))

د خوست یو تن فرهنګي فعال سلطانمحمود خیرخواه له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د مزرو صنعت پرمختګ او سوداګرۍ ته دې پاملرنه وکړي.

ښاغلي خیرخواه وویل:

((زموږ خلکو ډېر پخوا نه شکرونه جوړول، پونې به يې جوړولې، شکرۍ به يې جوړولې، سيټه کي به يې جوړول، مزرینې څپلې به يې جوړولې، خلکو به د څرمنې څپلی نه په پښو کولې، پلاستیکي خو يې بیخي نه پيژانده، دا خو اوس رواج شو، نو دولت نه مې غوښتنه داده چې دې برخې ته ډېره زیاته توجه وکړي، دا صنعت دې بېرته په پښو ودروي، که نور هېوادونو ته يې هم انتقال کړو، دا به ښه خبره وي.))

​بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامین شاه الفت وايي، چې حکومت په یاد ولایت کې د مزرین صنعت پرمختیا او تجارت ته پاملرنه لري او په جوړیدونکي صنعتي پارک کې به دې برخې ته ځانګړی ځای ورکړي.

محمدامین شاه الفت زیاته کړه:

((دا چې د مزرینو توکو دود په خوست له پخوا نه شته، دولت هم متعهد دی، چې دې صنعت ته پراختیا ورکړي، دولت دې لپاره نندارتونونه جوړ کړي دي، دې لپاره باید لوی لوی مارکیټونه هم جوړ شي، تر څو دا صنعت او تجارت وده وکړي، همدارنګه دولت په پام کې لري، چې صنعتي پارک جوړ کړي او مزرین صنعت ته هم په کې ځانته ځای ورکړي.))

د خوست سوداګرو او کاروباریانو له لسیزو وړاندې مزرین توکي د افغانستان له شمالي ولایتونو سربېره د پاکستان خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند ایالتونو ته د خرڅانه لپاره وړل، چې بیا همدې سوداګرو د مزرینو توکو په پیسو له هغه ځایه رختونه، د څرمنې څپلې او ګوړه راوړله.

XS
SM
MD
LG