د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي او اتحادیانو یې قطر ته ۴۸ ساعته نور وخت ورکړ


سعودي عرب او عرب اتحاديان يې سلا شوي چې د خپلو غوښتنو په اړه د عملي ګامونو پورته کولو لپاره یې قطر ته اته څلوېښت ساعته نور وخت ورکړي. د سعودي سرکاري ټېليويژن د دې خبر په ورکولو سره ويلي چې دا کار د قطر د هغه ځواب په غبرګون کې شوی چې د سعودي په مشرۍ اتحاديانو ديارلسو غوښتنو ته يې ويلی دی.

د العربيه ټيليويژن د دوشنبې راپور ترمخه سعودي عرب و قطر ته د غوښتنو عملي کولو لپاره ټاکلې موده د کويت د امیر په غوښتنه اوږده کړې ده.

کويت له قطر سره د سعودي، متحده عرب اماراتو، مصر او بحرين راولاړ شوي بحران ختمولو لپاره منځګړتوب کوي. د کويت امیر، شيخ صباح الاحمد الصباح په دوشنبه وويل چې د دوحې رسمي ځواب ورته رسېدلی دی. هغه په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی خو زياته کړې يې ده چې دوحه نور وخت غواړي.

دې هېوادونو پر قطر د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کولو وروسته له دغه واړه هېواد سره سفارتي او سفري اړيکې پرې کړي. دوی ۱۳ غوښتنې ايښې وي او د دې لپاره يې دوحې ته د عمل لپاره د جولايي دوهم تاريخ ټاکلی وو. همداراز دوی ګواښ کړی وو که تر دې وخته پورې څه ځواب ونه مومي نو بنديزونه به لا پرخ کړي. امکان لري چې قطر د خليج همکارۍ سازمان (جي، سي، سي) څخه هم وويستل شي. په دې سازمان کې پر قطر سربېره سعودي عرب، متحده عرب امارات، بحرين، عمان اوکویت شامل دي.

په يادو ديارلسو غوښتنو کې راغلي وو چې قطر بايد د ترهګرو مالي ملاتړ او الجزيره ټېليويژن بند کړي. همداراز ايران سره اړيکې پرې کړي او د ترکي پوځي هوايي مرکز وتړي. قطر د ترهګرو د ملاتړ تورونه ردوي.

د جولايي په لومړۍ نېټه د قطر بهرنيوو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د سعودي په مشرۍ د عرب اتحاديانو غوښتنې رد کړې وي. هغه دا د خپل هېواد پر خودمختارۍ تېری بللی وو خو زياته کړې یې وه چې پر دې مسله بحث ته تیار دی.

په همدې حال کې مصر ويلي چې د جولايي په پنځم تاريخ به يې بهرنيو چارو وزير د خپل سعودي عرب او بحرين سيالانو سره د قطر په اړه بحث لپاره وګوري. امريکا د دې بحران ختمولو لپاره د کويت کردار ستايلی دی او له ټولو خواوو يې غوښتې چې له زغمه کار واخلي. د جولايي په دوهمه سپينې ماڼۍ وويل چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عرب، قطر او ابوظبۍ مشرانو سره جلا جلا خبرې کړې دي. د خبرپاڼې ترمخه ولسمشر ټرمپ په روانو حالاتو اندېښنه ښودلې خو د ترهګرو مالي ملاتړ بندولو او سختدريځۍ نظريې د پوچولو پر اهميت يې ټينګار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG