د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر ته ورکړل شوی مهلت په ختمېدو دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

قطر ته د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو پشمول د يو شمېر عربي هېوادونو لخوا د ورکړل شويو غوښتنو منلو لپاره نېټه سبا يانې د ګل پر ورځ پای ته رسيږي.دې هېوادونو پر قطر په سيمه کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ تور لګولی.

په داسې حال کې چې قطر ته د غوښتنو منلو لپاره ورکړل شوی مهلت ښايي پر دوشنبه شي، دغه هېواد د ګاونډيو عربي هېوادونو لخوا د نورو بنديزونو لګول کېدو له خطر سره مخامخ دی.

د قطر خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ويلي، دوی ته ورکړل شوې غوښتنې هېڅ د منلو وړ نه وې، بلکې موخه يې د ده د هېواد پر خپلواکۍ وار کول وو.خو نوموړي په روم کې خبريالانو ته وويل، دوی تيار دي چې له ګاونډيو عربي هېوادونو سره پر هغو مسالو خبرې وکړي چې هغوی د قطر په اړه راپورته کړي دي.

دا لانجه تېره مياشت هغه وخت مخ ته راغله کله چې سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر پر قطر د ترهګرو ډلو او د ايران د ملاتړ تورونو لګولو په ترڅ کې له هغه هېواد سره سفارتي اړيکې پرې کړې.دې هېوادونو قطر ته لس ورځې مخکې د کويتي چارواکو په لاس د ۱۳ غوښتنو يو لېسټ ورکړی وو او ويلي يې وو چې که قطر يې و نه مني نو پر ضد به يې لا هم سخت ګامونه پورته کړل شي.

له قطر څخه غوښتل شوي چې پر خپله خاوره د ترکيې پوځي اډه او همداراز د الجزيره په نوم تلويزيوني شبکه وتړي.د قطر حکومت دا او د لېسټ نورې غوښتنې رد کړي دي.خليجي ملکونو بيا ويلي چې قطر ته په ورکړل شويو غوښتنو به د هغه هېواد له حکومت سره خبرې و نه کړي.

ايسوشييټډ پريس خبري اژانس د روسيې لپاره د متحده عربي اماراتو د سفیر په حواله ويلي، که قطر دغه غوښتنې و نه مني نو دوی به له خپلو تجارتي ملګرو هېوادونو وغواړي چې له دوحې سره سوداګريزې اړيکې پرې کړي.رپورټ زياتوي، په خليج کې روانې لانجې په سيمه کې د سېلګرۍ او سوداګرۍ سيکټرونو ته تاوان رسولی او قطر يې ايران او ترکيې ته لا هم نيزدې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG