د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دیني عالمانو شورا د ترهګرۍ خلاف کمپاین اعلان کړ


مولانا طاهر اشرفي
مولانا طاهر اشرفي

د پاکستان د ديني عالمانو شورا د ترهګرۍ او فرقه واريت پر ضد د کمپاين اعلان کړی دی.

د پاکستان علما کونسل مشر مولانا محمد طاهر اشرفي د خالي په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دا کمپاين يې په پاڼه چينار کې د ترهګرۍ پيښي وروسته اعلان کړی دی. مولانا اشرفي په حکومت هم نیوکې وکړې چې د ترهګرۍ د پيښو په مخنیوي کې ناکامه شوی دی.

((د ترهګرۍ خلاف د پاکستان حکومت تر اوسه کوم دریځ نه لري. د ریاست تر اوسه کوم واضحه دریځ مخې ته نه دی راغلی. البته د پوځ مشر تېره اونۍ ویلي وو چې موږ ټول یو یو، د غیر مسلمه پاکستانیانو وینه هم موږ ته مقدسه ده.))

د پاکستان علما کونسل مشر طاهر اشرفي وايي چې دوی به د پاکستان په حکومت فشار راوړي چې په تعليمي نصاب کې بنيادي اصلاحات وکړي او د ترهګرۍ د مخنيوي په هدف يو ملي دریځ خپل کړي او پوځ دې د ټولو وسله والو ډلو پرضد بغير له توپيره عمليات تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا او هندوستان په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ لپاره د خپلې زمکې نه کاريدل دې باوري کړي.

په اسلام اباد کې يو بل مذهبي عالم مفتي فضل منان بيا د پاکستان علما کونسل لخوا د ترهګرۍ او فرقه واريت پر ضد د کمپاين ستاينه کوي خو نوموړی وايي ياد کونسل ته پکار دي چې د پاکستان په رياست فشار راوړي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي او د وسله والو ملاتړ کونکي چې د شريعت ضد کار کوي بايد هغوی ته سزا ورکړي:

((څوک چې د ترهګرو ملاتړ کوي نو هغه ملک او ټولنې ته تاوان رسوي، نو پکار ده چې علما کونسل د دې خلکو خلاف احتجاج وکوي))

خو په پيښور کې مذهبي عالم ډاکټر قبله اياز بيا وايي چې ترهه ګرۍ او په ځانګړې توګه د فرقه واريت مسلې نړيواله بڼه خپله کړې او اسلامي نړۍ چې په دوو برخو کې تقسيم شوې د يوې مشري ايران او د بلې سعودي عرب کوي. نوموړی وايي د ترهه ګرۍ او فرقه واريت مخنيوې يوازې د پاکستان علما کونسل نه شي کولی بلکې ټولو مسلمانو هېوادونو له پکار دي چې په خپلو کې سره کيني او د دې مسلې حل راوباسي:

((د پاکستان له سعودي عرب سره اړيکې دي او له ايران سره يې اړيکې ښې نه دي او د ايران له شام ،يمن او قطر سره اړيکې دي او له قطر سره د سعودي عرب او نورو زياتره عرب هېوادونو اړيکې خرابې دي، نو مطلب دا چې دا وخت نړۍ په دوو کې سره تقسيمه ده، د شيعه مسلکو مشري ايران او د سني مسلکو هغې سعودي عرب کوي او موږ اوس د يو پراکسي جګړې برخه جوړه شوي يو.))

د پاکستان د عالمانو شورا وايي، په پاړه چينار کې د جون د ۲۳ مې چاودنه چې ۲۵۰ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې وه،دوی يې دې ته وهڅول چې د ترهګرۍ او فرقه واريت ضد کمپاين پيل کړي او په دې لړ کې به دوی لومړی سيمينار د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې کوي او بيا به په فيصل اباد، ملتان، کراچۍ او نورو يو شمير ښارونو کې د ترهګرۍ او فرقه واريت خلاف سمينارونه او غونډې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG