د لاسرسي ځای

په پاکستان کې بارانونو تر اوسه په لسګونه کسان وژلي دي


د سېلاب پخوانی عکس

په بلوچستان کې د ډېر باران له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او په لوی شمېر کورونو او دوکانونو ته مالي زیان رسېدلی دی.

تر ټولو لویه پېښه کراچۍ ته څېرمه په حب ښار کې شوې ده چېري چې ۱۴ کسان اوبو وړي چې د نهو کسانو مړي میندل شوي او پنځه د دې رپوټ تر خپرېدو لا هم ورک وو.

په لسبیله ضلع کې د مرستندیو ادارې ایدهي ټرسټ ځايي مشر ډاکټرعبدالحکیم لاسي خبریالانو ته ویلي چې هلته د تېز او ډېر باران له کبله یو بند مات شوی او راغلي سېلاب په حب ښار کې پورته یاد شوي کسان وړي دي.

ډاکټرعبدالحکیم لاسيوویل چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بلوچستان وزيراعلی نواب ثناء الله زهري د باران او سېلاب له امله په اغېرمنو شوو سیمو کې د چټکو مرستندیو کارونو امر کړی دی.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې په متاثره شوو خلکو کې خېمې او کمبلې وېشل پیل کړي دي.

د یادې ادارې له خوا وار له مخه په کوټه ، ږوب ، سبۍ ، خضدار، قلات او تربت کې د بېړني حالت مرکزونه جوړ کړي دي.

په بلوچستان کې د وسې یا پشکال د پیل شوو بارانونو له کبله په ږوب او زیارت کې هم دوه کسان وژل شوي وو.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د انتظام اداره وايي چې په صوبه کې سږ کال د بارانونو له کبله ټول ۷۹ کسان وژل شوي دي.

یاده اداره وايي چې دوي د صوبې په ټولو حساسو سیمو کې د بېړنیو حالاتو لپاره ګامونه پورته کړي دي

بل پلو یو شمېر پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د ملک په نورو برخو کې هم یادو بارانونو مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان د موسمياتو اداره وايي چې د پشکال د بارانونو لړۍ به تر راتلونکو دوو ورځو روانه وي.

XS
SM
MD
LG