د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات پر تبسم عدنان نامالومو وسله والو برید کړی دی


تبسم عدنان
تبسم عدنان

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښځوو د حقونو له پاره مبارزه کوونکې او یو نړیواله جایزه ګټونکې تبسم عدنان وايي د جمعې په شپه نامالومه وسله والو په سیدو شریف کې د هغې پر کور ډزې کړې دي.

تبسم عدنان وايي ، دوه ډزه ورباندې شوي وو خو نوموړې لږ بچ پاته شوې وه او وسله وال د نوموړې د ساتونکو تر ډزو ورسته تښتېدلي وو.

تبسم عدنان په ۲۰۱۵م کال کې په امریکا کې د زړورې ښځې نړیواله جایزه اخیستې وه.

تبسم عدنان مشال راډیو ته وویل چې له تېرې څه مودې راهسې نامالومه کسان هغې ته د مېرمنو د حقونو لپاره پر مبارزه دهړکې ورکوي.

دا وايي چې په دې اړه یې په تاڼه کې رپوټ هم کړی دی.

د تبسم عدنان په وینا ، د داسې بریدونو په وسیله څوک هغه د مېرمنو لپاره به حق غوښتنې نشي پرشا کولای.

نوموړې وویل چې د بې وزله ښځو لپاره حق غوښتل یې د ژوند مقصد ګرولی دی او په هیڅ صورت به یې نه پرېږدي.

د سيدو شريف د پوليس تاڼې محرر مشال راډيو ته وویل چې تبسم عدنان په وينا یې د نامالومو وسله والو پرضد مقدمه درج کړې ده.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG