د لاسرسي ځای

د پاړه چنار خلکو د تېرې جمعې چاودنو او بیا په ډزو کې د وژل شویو په یاد د ((شهیدانو شپه)) لمانځلې ده.

تېره شپه ګڼ خلک هغه ځای ته ورغونډ شول چې پکې چاودنې شوې وې او د وژل شویو په یاد یې شمې بلې کړې.

تر دې وروسته د ښار اوسېدونکو په پي اې څلور لاره کې علامتي تابوتونو ته ماتم وکړ او دوعاګانې یې وکړې.

تېره جمعه په دوو چاودنو کې ۸۰ کسان ووژل او ګڼ ژوبل شول. وروسته پر مظاهره کوونکو د ملېشې سرتېرو په ډزو کې څلور کسان ووژل او ۱۲ ژوبل شول. ملېشه ځواک وايي، پر احتجاج کوونکو یې ډزې نه دي کړې.

له هم تېرې جمعې راهیسې د ښار اوسېدونکو په پي اې څلور لاره کې خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.

هغوي غوښتنه کوي چې په ښار کې دې هغه ملېشه سرتېري ځای پر ځای شي چې د کورمې اوسېدونکي وي، پر مظاهره کوونکو ډزې کوونکي سرتېرو ته دې سزا ورکړل شي او انتظامي او امنیتي چارواکي دې له دندو لرې کړل شي.

د تېرې اوونۍ د چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (انتقام وزیرستان) او لشکر جنګوي العالمي منلې ده.

XS
SM
MD
LG