د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاڼه چینار پارېدلی ولس وزیر اعظم او د پوځ مشر غواړي


د کورمې په پاڼه چینار کې نن د زیارت په ورځ هم د ځايي خلکو احتجاج روان دی.

دغه احتجاج چې له اوو ورځي راهیسې روان دی، بار بار ترهګریز بریدونو او هلته پر مظاهره چیانو د ډزو په رد عمل کې شروع شوی دی.

د ښار په پي اې چوک کې ناست د احتجاجیانو یوه مطالبه د معاوضې ده چې هغه د وزیر اعظم نواز شریف په اعلان لس لاکه شوی دی خو د شییعه ګانو ځايي تنظیم د تحریک حسینیه مشر مولانا یوسف حسېن وايي، دا دوی نامنظوروي ځکه چې د دوی هغه شان ډاډګېرنه و نه شوله چې پکار وه.

مولانا یوسف حسین زیاتوي، په ښار کې په سلګونو بې ګناه خلک د ترهګرۍ ښکار شول خو وزیر اعظم نواز شریف او یا د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه هلته د احتجاجیانو په غوښتنه تر اوسه نه دی ورغلی.

د مالوماتو ترمخه، د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې له احتجاجیانو او ځايي مشرانو سره د ملاقات وخت مقرر شوی و خو له هغې هم انکار شوی دی.

په پاڼه چینار کې د شییعه ګانو یو بل تنظیم مشر حاجي محمد قونین وايي، د احتجاج کونکیو غوښتنه ده چې د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه او یا وزیر اعظم نواز شریف دې هلته راشي نو خپلې خپلې ټولې غوښتنې به ورته وړاندې کوي.

په ښار کې د پیښې له قربانیانو سره د یووالي ښودلو لپاره له ټول هېواده د سیاسي، مدني ټولنې او د میډیا کسانو دهرنېد ورتلو سلسله راونه ده خو ځینې راپورونو داسې دي چې حکومت په دې کې هم خنډ اچولو کوشش کړی دی.

ځايي خبریال عظمت عليزی وايي، حکومت د پېښې حقیقت پټولو لپاره اوس دا بندیزونه لګولی دی.

په دې آړه پولیټیکل انتظاميې خپل دریځ له ورکولو انکار وکړو.

د کورمې په پاڼه چینار کې د جمعې په ورځ له توري مارکیټ سره نېزدې په پرله پسې دوو بمې چاودنو او د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د صحت محکمې د شمېرو له مخې، تر ۲۵۰ زیاتو ولسې وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پانه چنار کې تر چاودنو وروسته پر پارېدلي مظاهره چیانو د ملېشې ځواکونو ډزې کړې وي چې پکې د ځايي مشرانو په خبره، څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان شوي ول خو ملېشه ځواکونه وايي، دوی یوازې هوايي ډزې کړې وې.

د هغو بمي چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، انتقام وزیرستان او لشکر جهنګوي العالمي منلې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG