د لاسرسي ځای

د کورمې مشرانو او عالمانو د پاړه چینار پېښه سازش وباله


د کورمې په پاړه چینار [پاڼه چینار] کې قومي مشرانو او علماو د جمعې په ورځ شوې بمي چاودنې د ترهګرۍ، کرکې او ګډوډۍ خورولو سازش بللی دی.

په پاړه چینار کې پرلت کوونکیو [پر احتجاج ناست] ته د مجلس وحدت المسلیمین مشر علامه راجه ناصر عباس وویل، دا برید چې په کې زیاتره شییعه ګان وژل شوي او ژوبل شوي دي، د تعصب او کرکې پر اساس شوي دي.

علامه راجه ناصر عباس چې په پاړه چینار کې د احتجاج ځای ته ورغلی وو، د ولس او بیا په خاصه توګه له احتجاجیانو غوښته کړې چې قانون په خپل لاس کې وانخلي ځکه چې د ترهګرو مقصد به ورسره پوره شي. هغه وویل، که چېرته هم له یو چا، خدای مه کړه سخت لفظونه ووتل،و یې بخښی، په دې کې [مو] طاقت او کامیابي ده. بلکل غلط کار ونکړی ځکه چې دا خبرې به مخکې راشي او ستاسو د شهیدانو وینه به بې ځایه ولاړه شي او ټول جدوجهد به [مو] وروسته پاته شي. که تاسو په اتفاق یاست نو څوک به [مو] نه شي خرابولی او بیا به د وطن ټول شییعه ګان او سنیان له تاسو سره وي.

د پاړه چینار په پي اې چوک کې د سرکاري ودانیو مخې ته دا دی نن اوومه ورځ ده چې ولس په دغه ښار کې د دوو پر له پسې بمي چادونو او وروسته د ملېشې ځواک د ډزو پر ضد په احتجاج ناست دي.

د مرکزي مسجد امام مولانه اغا فدا حسېن مظاهري نه یوازې د دغو پېښو غندنه کړې بلکې دا یې د اسلام دین او انسانیت پرضد عمل ګڼلی دی.

مولانا مظاهري وايي، څوک چې ترهګري کوي، کرکه او نفرت خوروي او دا وطن بې امنه کول غواړي، ټول ورته یو شئ او شکست ورکړئ.

هغه وویل، څوک چې داعش، لشکر جهنګوي، القاعده او یا د طالبانو په نومونه دي، دا زموږ د ملک او خاورې د ښمنان دي، دا له اغیارو سره میلاو شوي دي او نن زموږ سیمه بې امنه کول غواړي.دا هغه خلک دي چې د پاکستان قانون نه مني، پاکستان په جوړېدو کې زموږ د مشرانو فکر او وینا شامله ده او انشاء الله نن به هم وینا او قرباني ورکوو او له دغو ترهګرو به خپل وطن بچ ساتو.

په پاړه چینار کې د جمعې په ورځ له توري مارکیټ سره نېزدې د سړک پر غاړه پرله پسې د بمې چاودنې شوې وې چې په کې د صحت محکمې د شميرو له مخې، ۷۰ تنه وژل شوي او ۱۸۰ کسان ژوبل شوي ول.

په ښار کې تر چاودنو وروسته د ملېشې ځواک پر مظاهره چیانو ډزې کړې وې چې پکې د ځايي مشرانو په خبره، څلور تنه مړه او ۱۲ نور زخمیان شوي ول خو ملیشه ځواکونه وايي، دوی یوازې هوايي ډزې کړې وې.

د بمي چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، انتقام وزیرستان او لشکر جهنګوي العالمي منلې ده

د کورمې په پاړه چنار کې بیا بیا چاودنې او ځانمرګیو بریدونو ګڼو ولسې وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG