د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د غوښتنو تر پوره کېدو پرلت نه پرېږدو'


د کورمې په پاړه چنار کې د جمعې په ورځ د بمي چاودنو او ملیشې ځواکونو لخوا پر مظاهره کونکو د ډزو په رد عمل کې د ځايي خلکو احتجاج لا هم روان دی.

دغه احتجاجیان هلته د ښار په پي اې چوک کې سرکاري ودانیو مخې ته له شپږو ورځو راهیسې ناست دي.

د شییعه ګانو ځايي تحریک حسینیه مشر مولانا یوسف حسېن وايي، ترڅو چې په ښار کې د کورمې ملېشې تعیناتي، د انتظامي او امنیتي مشرانو برطرفي، د پېښو شفافې پلټنې، د معاوضې اعلان او هغو امنیتی سرتیرو ته سزا نه وي ورکړل شوېچې پر مظاهر کونکیو یې ډزې کړې دي، خپل احتجاج به پرېنیږدي.

''احتجاج خو د هر یوه کس بنیادي او قانوني حق دی خو د ملېشې ځواک له موږ سره ظلم وکړو او بې ځایه یې وویشتلو نو اوس موږ نه غواړو چې د ملېشې ځواک دې دلته ایسار شي. موږ غواړو چې خپله توري ملېشه دې دلته په ښار کې تعینات کړل شي.''

اسلام اباد کې د پاړه چنار خلکو احتجاجي مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

په پاړه چنار کې تر چاودنو وروسته پر پارېدليو مظاهره چیانو د ملېشې ځواکونو ډزې کړې وي چې په کې د ځايي مشرانو په خبره، څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان شوي ول خوملېشه ځواکونه وايي، دوی یوازې هوايي ډزې کړې وې.

بلخوا په پاړه چنار کې د دغې پېښو پرضد یو شمېر سیاسي ګوندونو په دهرنا کې د شاملېدو فیصله کړې ده.

د عوامي نیشنل پارټۍ یو مشر علي بنګش مشال راډیو ته وویل، په ښار کې د دوی د سر او مال حفاطت د پوځ ذمه واري ده خو پوځ په دې کې ناکامه راغلی دی.

''دا ځل زموږ د تحفظ ذمه واري پوځ اخېستې وه خو هغه په دې کې ناکامه شوه. هغوی وايي چې ترهګر له کومې راځي او موږ هم وایو، پکار ده چې د ترهګرو بریدونو یو مستقل حل وباسي ځکه عام او بې ګناه خلک مري. موږ د خلکو روا/جایزې مطالبې دي او ټول ګوندونه له دوی سره متفق دي. موږ به له احتجاجیانو سره شرکت هم کوو.''

د پاکستان پیپل پارټۍ مشر حاجي جمیل حسېن توري وايي، که حکومت غواړي چې ځايي ولس مخکې له ممکنه بمي چاودنو او بریدونو خوندي پاته شي نو بیا دې د پاړه چنار پوره ښار د ریډ زون په حدود کې رواستل شي.

''کوم خندق چې کیندل شوي دي نو پکار ده چې تر دې پورې ریډ زون مقرر شي، کله چې چاودنه وشي نو په سوونو خلک ورکې شهیدانېږي او زرګونو خلک زخمیان کېږي. زموږ چې کومه نسل-کشي دوي کول غواړي، له دې به موږ بچ هله شو کله چې ریډ زون تر نورو ځایونو پورې وغځول شي. دوی دوه ځایونه چې یو پنجابي بازار او بل خوار بازار دی، ریډ زون یې مقرر کړی نو له دې موږ مطمین نه یو.''

د کورمې په پاړه چینار کې د جمعې په ورځ له توري مارکیټ سره نېزدې په پرله پسې دوو بمې چاودنو او د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د صحت محکمې د شمېرو له مخې، تر ۲۵۰ زیاتو ولسې وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغو بمي چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، انتقام وزیرستان او لشکر جهنګوي العالمي منلې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG