د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د چادونو ضد پرلت دوام لري


په کورمه کې د جمعې په ورځ د بمي چاودنو او پر مظاهره چیانو د پاکستانیو امنیتي ‌ځواکونو تر ډزو وروسته نن په پنځه ورځ هم خلک پر پرلت/دهرنا دي.

د ښار په پي اې چوک کې ناستو خلکو ته د مرکزي جامع مسجد امام اغا فدا حسین مظاهري وویل، حکومت د خلکو سر او مال نه شي خونده کولی نو اړ ده چې احتجاجي ناسته وکړي.

د کورمېوالو څلور غوښتنې:
لومړی. په ښار کې دې د کورمې ملېشه وګمارل شي
دویم. انتظامي او امنیتي مشران دې ګوښه کړل شي.
درېم. د پېښو پلټنې دې وکړل شي.
څلورم. هغو امنیتي سرتېرو ته دې سزا ورکړل شي چې پر مظاهره چیانو یې ډزې کړې دي.

"حکومت دې واوري چې د ولس جایزې مطالبې دې زر تر زره حل کړي ګنې دغه دهرنا به له دې نوره هم غټه او خوره کړي او و به یې غځوي."

احتجاجیان څلور غوښتنې لري، یوه دا چې په ښار کې د کورمې ملېشه تعینات شي، انتظامي او امنیتي مشران دې ګوښه کړل شي، د پېښو پلټنې دې وکړل شي او وروستۍ، هغو امنیتي سرتېرو ته دې سزا ورکړل شي چې پر مظاهره چیانو یې ډزې کړې دي.

په پاړه چنار کې د جمعې په ورځ تر چاودنو وروسته پر پارېدليو مظاهره کونکیو د ملېشي ځواکونو ډزې کړې وي چې پکې د ځايي مشرانو په خبره، څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان شوي ول خوملېشه ځواکونه وايي، دوې یوازې هوايي ډزې کړې وې.

بلخوا د راپورونو له مخې، د تري منګل –پاړه چینار لویه لار په ګېدو کې تر چاودنو وروسته پنځه ورځې وشوې چې تړل شوېده او لا هم پرې هېڅ ډول تګ راتګ نه کیږي.

د تري منګل نور سعید مشال ریډيو ته وايي، دغه لار له تړل کېدو سره د ترې، ګېدو، پیواړ تنګې، ګوبزنه، کوتري، سُرسُرنګ، حقداره او د یو شمېر نور سیمو خلکو عادي ژوند متاثره شوېدی.

د پولټیکل انتظاميۍ یو چارواکي نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، تري منګل -پاړه چینار لار یې د سیکورټي صورتحال له کبله تړلې ده ځکه هلته دهرنا روانه ده او حالات کړکېچن دي.

هغه وویل، د تري منګل او نور علاقو خلکو د ستونزو له دوی سره فکر شته او زیاته يې کړه، تر څو چې دا لار بنده وي، د خلکو د تګ راتګ ستونزې د حل لپاره به هره ورځ له تري منګله د ګاړو یو کاروان د حکومت په سرپرستۍ کې بیول کېږي.

د کورمې په پاړه چینار کې د جمعې په ورځ له توري مارکیټ سره نېزدې په پرله پسې دوو بمې چاودنو او د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د صحت محکمې د شمېرو له مخې، تر ۲۵۰ زیاتو ولسې وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغو بمي چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، انتقام وزیرستان او لشکر جهنګوي العالمي منلې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG