د لاسرسي ځای

تازه خبر

ږوب لاريون: د ترهګرۍ مخنيوی دې په لويه جرګه وشي


د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه چې د ږوب ښار په بازار کې خلک د اختر لپاره په سودا اخيستلو بوخت وو، يو شمېر ځوانان د پريس کلب مخې ته را غونډ شوي وو، په کوټه او پاړاچنار کې د ترهګرۍ د وروستيو بريدونو په ضد- چې شاوخوا شپېته کسان پکې و وژل شول- احتجاج ته را وتلي وو او په شعارونه کې يې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې د پښتنو د نسل وژنه ګڼله او د ترهګرۍ د ختمېدو غوښتنه يې کوله په مظاهره کې د ځينو سياسي ګوندونو مشرانو هم ګډون کړى وو.

د قومي وطن ګوند يوه مرکزي مشر عبيدالله ريښتيامل په خپله وينا کې وويل، د پښتنو په وطن کې د ترهګرۍ د پېښو مسؤليت که هر وسله وال سازمان پر غاړه اخلي، خو وايي تر شا يې د يو مملکت ادارې دي چې وايي نور بايد په دې وسيله د پښتنو وژنه بنده کړي:

"په دې وطن کې چې کومې پېښې کېږي، که په پېښور کې کېږي، که په کوټه کې کېږي، که په کابل کې کېږي او که په لښکرګاه کې کېږي، د دې ترهګرۍ تر شا رياست [مملکت] دى، موږ او تاسې ته دا رياست مالوم دى، يوه ورځ جماعت الاحرار د دغو پېښو مسؤليت قبلوي بله ورځ يې بل قبلوي، ټول وسله وال تنظيمونه موجود دي، موږ ټول پنجاب ته وايو چې دا ترهګري دې بنده کړي."

په مظاهره کې شريک د مترقي ځوانانو د تحريک يوه غړي رزاق غورځنګ ازادي راډيو ته وويل، د لاريون هدف يې د ترهګرۍ د وروستيو پېښو غندنه ده.

غورځنګ وايي، د وسله والو لپاره چې په څرګنده چندې ټولېږي، نو هر څوک اوس له دې خبر دي چې ترهګرۍ ته څوک وده ورکوي:

"زما په خيال اوس د کوڅې هر ماشوم خبر دى چې دا ترهګري څوک کوي، د دې تر شا چې کوم د دېرشو کلونو تسلسل دى، په دې کې چې کوم نړيوال قوتونه دي، خصوصاً د دې ملکت استخباراتي ادارې چې په کې لاس لري دا اوس کومه پټه خبره نه ده، په تېرو ورځو کې دلته په ږوب، په پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د ترهګرو لپاره مالي مرستې ټولې شوې دي."

د قومي وطن ګوند مشر عبيدالله ريښتيامل د پښتنو د ملتپالو او مذهبي ګوندونو پر مشرانو غږ وکړ چې تر هر څه لومړى بايد پخپله خاوره کې امنيت ته لومړيتوب ورکړي او په ترهګرۍ کې د پښتنو د وژنو د مخنيوي لپاره سره يو شي:

"له حکومته دا غوښتنه کوو چې ښه طالبان او بد طالبان ټول دي ورک کړي موږ امن غواړو. له ټولو پښتنو مشرانو محمودخان اڅکزي، اسفنديار ولي، مولانا فضل الرحمن او افتاب احمدخان شېرپاو څخه دا غواړو، چې خداى ته وګورئ پرېږدئ دا پارلمان، لعنت دي وي پر دې پارلمان چې پښتانه مري تاسې پکې ناست ياست. له ټولو مشرانو غوښتنه کوو، لږ تر لږه پر دې يوه خبره دي سره يو شي چې موږ امن غواړو."

د مظاهرې په پاى کې دوه قراردادونه هم وړاندې او تصويب شول، لومړى دا چې وايي په ږوب سيمه کې د وسله والو طالبانو لپاره په جوماتونو کې کومې چندې ټولېږي دا دي بندې شي او امنيتي ادارې دي يې مخنيوي ته را وړاندې شي.

دويم دا چې وايي، د پښتنو سياسي مشران دي سره کښېني او په ترهګرۍ کې د پښتنو د وژنو د مخنيوي لپاره دي يوه لويه جرګه را وبولي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG