د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولپور کې د تېلو په یوه ټانګر کې د چاودنې او اور لګېدنې له امله د وژل شویو شمېر ۱۵۰ ته پورته شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې،دغه پېښه یکشنبې په ورځ د پنجاب صوبې د بهاولپور په احمد پور شرقیه سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د تېلو ډک ټانکر واوښت او لږه شېبه کې یې اور واخیست.
د چارواکو په وینا په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته او په خبره یې چې دا مهال کابو ۸۰ ټپیان د بهاولپور او پنجاپ صوبې په بېلابېلو ښارونو کې تر درملنې لاندې دي، خو د ډېرو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی او داسې وېره شته چې ښايي د قربانیانو شمېر له دې هم زیات شي.
د پاکستان د لویو لارو یا «موټر وې» پولیسو ویاند عمران شاه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ټانکر د اوښتو لامل تېزوالی وباله او زیاته یې کړه چې اود اور لمبو لسګونه موټرې او موټر سیکلونه هم سوځولي دي.
د پوليسو د دغه مشر په وينا له پېښې وروسته د شااوخوا کليو زيات شمېر کسان چې په هغو کې ماشومان او ښځې هم وې د پېښې ځای کې راغونډ شول او د تېلو ټولول يې پيل کړل چې ناڅاپه په ټانکر کې زوروره چاودنه وشوه،د اورلمبې شوېاو خلک پکې وسوځېدل.
نوموړی همداشان وايي چې د ټانکر تر نسکورېدو وروسته یې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې ټانګر ته نېږدې ورنه شي، خو په خبره یې چې خلکو د دوی خبرداری په پام کې ونه نیوه:
"پولیسو پر لویه لار موټرې، بسونه او ټرکونه د پېښې له ځایه کابو ۳ کېلومټره لرې ودرولي و او هغوی ته یې خبرداری ورکړی و چې مخکې ټانګر اوښتی دی، تاسو مه ځئ، خو پر بیا بیا منع کولو سربېره له د شااوخوا سیمو اوسېدونکي د تېلو وړلو لپاره ټانکر ته راغونډ شول چې بیا وروسته په ټانکر کې چاودنه وشوه، اور یې واخیست او ګڼ شمېر خلکو ته یې زیان واړاوه."
په عین حال کې بیا د پاکستان صدراعظم نواز شریف چې د پېښې پر مهال په لندن کې و، دا پېښه د هېوا په تاریخ کې کم سارې او غمجنه پېښه بللې او په بېړنۍ توګه هېواد ته راستون شو.
ښاغلي شریف هېواد ته د راستنېدا پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
"دا ډېره غمجنه او افسوسناکه پېښه ده او زه پرې ډېر دردېدلی یم، که څه هم دا ډول پېښې په نورو هېوادونو کې هم شوي چې ګڼ شمېر خلک یې وژلي، خو په پاکستان کې دا لومړۍ پېښه ده چې دومره ډېرو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله."
له بلې خوا بیا د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR په دې اړه په یوې بیان کې ویلي چې د دې هېواد د پوځ مشر په دغه پېښه خواشینې ښودلې او کاږي چې له سیمې څخه یې روغتونونو ته د ټپیان د لېږدولو لپاره ۲ هلیکوپټرې هم ورلېږلې وې.
د یادونې وړ ده چې د پنجاب صوبې وزیر اعلی شهباز شریف او نورو اړوندو چارواکو په ټانګر کې د اور لګېدنې د نوټس اخیستوترڅنګ د دغه پېښې د تحقیقاتو امر ورکړی دی.
راپور: ذبیح مومند