د لاسرسي ځای

تازه خبر

لښکرګاه برید ۱۵ تنه وژلي ګڼ ژوبل


د کابل بانک ودانۍ
د کابل بانک ودانۍ

د هلمند مرکز لښکرګاه کې چارواکي وايي چې د کابل بانک مخې ته موټر-بم برید ۱۵ تنه وژلي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي.

د هلمند د والي ویاند وايي د کابل بانک مخ ته په ترسره شوي موټر بم برید کې په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي افغان وګړي هم شامل دي.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل د یوشمېر ټپیانو حالت مرګونی دی خو ټول ژوبل کسان یې د لښکرګاه ایمرجنسۍ روغتون ته رسولي دي.

د پنجشنبې غرمه مهال د یوه ځانمرګي موټر ـ بم د هغه افغان سرتېرو او وسایلو په منځ کې والووت چې د کابل بانک مخې ته د خپلو معاشونو اخېستلو لپاره ولاړ ول.

څو میاشتې وړاندې د هم دغه بانک مخ ته پر هم دې ځای موټر-بم برید شوی وو چې شپاړلس کسان يې وژلي ول او په لسګونو نور يې ژوبل کړي ول.

XS
SM
MD
LG