د چارشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیدیریکا موګیریني اعلان وکړ چې بلجیمی ډیپلوماټ رولاند کوبیا په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ګمارل شوی دی.
موګیریني په یوه بیان کې وویل چې د اروپایي ټولنې نوی استازی به په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ وکړي.
کوبیا په افریقا او اسیا کې د سولې او پخلاینې په برخو کې اوږده تجربه لري.
کوبیا به خپل کار د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د اوسني استازي فرانز مایکل میلیبن پر ځای د سپتمبر له لومړۍ نیټې پیل کړي