د لاسرسي ځای

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مبارزه کونکو له صوبایي حکومته غوښتنه کړې چې پرښځو د کورني تشدد مخنیوي بل دې نور نه ځنډوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د ښځو حقونو مبارزه کونکیو وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت نه خو د ښځو مسلو هوارول په خپلو لومړیتوبونو کې ساتلی او نه په صوبایي کچ د پښتونخوا ښځو حقونو د تحفظ لپاره جوړې شوې ادارې پر حکومت د فشار لپاره څه ګامونه اخلي.

د ښځو حقونو او تحفظ مبارزه کونکې ثنا اعجاز وایي موجوده حکومت ته د خپلې دورې په مکملولو کې لږه موده پاتې ده باید چې پر ښځو د تشدد مخنیوي بل منظور کړي او تر هغه ورستو دې پکې ترمیمونه وکړي.

،،له بده مرغه موجوده حکومت یو بل منظور کړی دی چې هغه هم له وړاندې موجود وو نو د دې علاوه که اوسني حکومت د ښځو لپاره قوانین منظور نه کړل نو دا به ډېره غټه غمیزه وي.،،

د ثنا اعجاز په وینا دوی وایي چې ښځې یې سیاست ته راوستي دي. دا خو غټه خبره نه بلکې لویه خبره خو دا ده چې تاسو د هغوی د حقونو لپاره څه کړي دي او څه کوئ؟

پروسږ کال د خیبر پښتونخوا حکومت پر ښځو د کورني تشدد مخنیوي بل مسوده اسلامي نظریاتي کونسل ته د رایې لپاره لېږلې وه، خو هغوی ويلي ول چې ځینې شقونه یې غیر شرعي دي.

د ښځو د حقونو مبارزه کونکیو په اسلامی نظریاتی کونسل اعتراض کړی چې دا یوه قانون ساز اداره نه ده چې ترمیمونه تجویز کړي.

په دې لړ کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې د اویر ګلز مشره ګلالۍ اسماعیل وایي چې هره دریمه ښځه د کورني تشدد نه ساتلو لپاره ضروري ده چې دا بل منظور کړل شي.

،،پروسږ کال حکومت یو بل جوړ کړو چې بیا یې اسلامي نظریاتی کونسل ته ولېږلو نو د دې ضرورت نه وو چې هلته یې لیږلی وی. د اسلامي نظریاتي کونسل د مشورې بغیر هم قانون جوړېږي. موږ ټولو ته مالومه ده چې کله یو بل اسلامي نظریاتي کونسل ته ولېږل شي نو هغوی خو یې هسې هم یو قانون د ښځو په حق کې منظورېدو ته نه پرېږدي او اعتراض پرې وکړي، له دغه بل سره یې هم دا کار وکړو.،،

د خیبر پښتونخوا د ښځو حقونو د صوبایي کمېشن مشره نیلم تورو وایي د کورني تشدد مخنیوي بل په اړه یې خپل کار ترسره کړی اوس دا د اسمبلۍ کار دی چې بل ته قانوني حیثیت ورکړي.

،، زه خو په دې حیرانه یم درې کاله کېږي چې بل جوړ شوی دی، یو مسوده تیاره ده او بیا د اسلامي نظریاتي کونسل لخوا له تجویز شويو ترامیمو پس هم ولې یو بل اسمبلۍ ته نه ځي؟ زه ډېره سخته حیرانه و پریشانه یم. دا خو ظلم دی چې نه یې وجه ښیي او نه یې منظوري تهپرېږدي.،،

د خیبر پښتونخوا د مختلفو سیاسي ګوندونو په ښځینه غړیو جوړې شوې د پارلېماني کاکس کمیټې مشرې معراج همایو په وینا د اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې به دا بل د بحث لپاره وړاندې کېږي.

،، هیله لرم چې پر ښځو د کورني تشدد مخینوي بل به دا ځل منظور شي. تېر ځل هم له اسمبلۍ پاتې نه وو. د عوامي نېشنل ګوند په وخت کې جمعیت علماې اسلام ګوند لخوا له دې سره اتفاق نه وو شوی نو هغه پاتې شو او د موجوده حکومت په دور کې چې کله جوړ شو نو اسلامي نظریاتي کونسل ته ولېږل شو، له موږ سره خو د قانون محکمې زیاتی وکړو،،

د ښځو حقونو مبارزه کونکیو په وینا د دې قانون له منظورولو سره به نه صرف د جسماني تشدد بلکې د ذهني تشدد مخنیوی هم ممکن شي.

XS
SM
MD
LG