د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اټک له جنډه تر کوهاټه د سیپېک سړک جوړوېږي


حکومت وايي چې چين -پاکستان اقتصادي راهدارۍ غربي لار د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو سره تړلیو لپاره له جنډه تر کوهاټ پورې به های وې جوړوي چې له جولايي يا اګست مياشتې به کار پرې پيلېږي.

په اسلام اباد کې د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک د شورو په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د يوشمېر ګوندونو دا غوښتنه وه چې حکومت دې نه صرف په غربي لار کار شورو کړي بلکې دا دې د خيبر پښتونخوا له سوهېلي ضلعو سره سره تر قبايلي سيمو هم وغځوي نو لومړی حکومت له هکلې تر اسماعيل خان دېرې پورې دوه سوه اته پنځوس کلوميټره موټروې باندې کار شورو کړو او په راتلونکيو دوو مياشتو کې به له جنډه تر کوهاټه پر دوه رویه سړک هم کار پېل کړي.

د نوموړي وينا وه چې له کوهاټه تر سرای ګمبيله پورې ۱۲۸ کلوميټره اوږد انډس سړک دوه رویه کولو به هم له جولايي يا اګست مياشتې کار شورو کړي چې په دوه کلونو کې به سر ته ورسول شي.

د شوکت خټک په وينا چې د دې پروژو له مکملېدو سره به نه صرف د خېبر پښتونخوا سوهېلي ضلعې بلکې اورکزۍ، کورمه، شمالي او جنوبي وزيرستان اېجنسۍ به هم له غربي لارې سره وتړل شي.

خو د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره د سېنېټ خصوصي کمېټۍ غړي هدایت الله وايي چې ياد سړک خو له اولې ورځې د دې منصوبې برخه وه خو دوی اعتراض په دې خبره لري چې حکومت دا پروژه ولې دومره وځنډوله.

د نوموړي وينا وه چې دا خبره کول چې د دې سړک جوړولو له وجې به د يادو اېجنسو خلکو ته ګټه ورسي نو دا صحيح نه ده. که حکومت واقعي غربي لار له قبايلي سيمو سره تړل غواړي نو دوی دې له جنډه تر کورمې اېجنسۍ او د افغانستان تر پولې ټول سړک يو شان جوړ کړي.

بلخوا په چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ نظر-لرونکی او د ولسي تحريک مشر سید عالم مسود وايي چې حکومت د دې پروژو لپاره ډېرې کمې پیسې بېلې کړې او داسې نه ښکاري چې دا به سر ته ورسول شي.

د نوموړي وينا وه چې له دې اتيا کلوميتره های وې خو نه د کوهاټ او خواؤ شا سيمو خلکو ته فايده رسېدلی شي او نه به د خېبر پښتونخوا سوهېلي ضلعو او قبايلي سيمو ته ګټه ورسي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۵ کال په اپرېل مياشت کې د چين ولسمشر ژي جنپنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاسليک کړې وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامله وه.

XS
SM
MD
LG