د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وسایل د پاکستان پر نورو صوبو لګېږي. بلاول بوټو


د پاکستان پیپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري بېګا ماښام په کوټه کې یوې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې چې د وزیر اعظم نوازشریف حکومت د ناسمو تګلارو له امله په ځوانانو کې د بغاوت رجحان زیات شوی دی.

اوس که د نوازشریف حکومت له جې ای ټي بچ پاته هم شي خو بیا به هم دغه حکومت ختمېږي. پکار ده چې د ګوند کارکونکې دې د راتلونکیو ټولټاکونو لپاره تیاری ونیسي.

د بلاول بوټو زرداري په وینا چې ترڅو ټول ولس یوموټی شوی نه وي ترهغو پوځ په یوازې سر ترهګري نه شي وهلی.

د پاکستان پیپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وايي د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ پرضد یوازي پوځ نه شي جنګېدلی. د دغه جنګ ګټولو لپاره ټول ولس یوځای کول غواړي. ځکه چې د ولس په مرسته دغه جنګ ګټل کېدلای شي. که څه هم پوځ خپل کار روان کړی دی خو اوسنی حکومت په خپل کار کې پاته راغلی دی او د ترهګرۍ ضد په نېشنل اېکش پلان عمل نه دی شوی.

بلاول زیاته کړه چې بلوچستان د پاکستان تر ټولو غټه صوبه ده او له قدرتي شتمنیو ډکه ده خو پر دې برسېره د دې صوبې ولس د تعلیم، صحت او ژوند په ګڼو برخو کې ورسته پاته دي. ان دا چې ولس د څشنګ پاکې اوبه هم نه لري. بل پلو ته د وفاقي حکومت داهڅه ده چې د بلوچستان خلګ دغه ډول پسمانده وساتي. ځکه چې د مسلم لیګ حکومت نه غواړي د دې صوبې وسایل دې د بلوچستان ولس په پرمختیا وکارول شي.

په تېرو وختونو کې چې کوم ظم او تېری د بلوچستان له ولس سره شوی دی. د مسلم لیګ اوسنی حکومت هم د بلوچستان ولس په باب هغه تګلاره خپله کړې ده.

د پیپلز ګوند چیېرمېن په وینا دا نور نه شي کېدلی چې وسایل به د بلوچستان وي او ګټه وټه به یې د پاکستان د نورصوبو د ودې او د خلګو د ښېګړې لپاره کارول کېږي.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې کله په ۲۰۰۸ م کال کې په وفاق کې د پیپلز ګوند حکومت جوړ شو نو هغه وخت ولسمشر اصف علی زرداري د بلوچستان له ولس سره چې کوم ظلم-زیاتی د جنرل مشر ف د حکومت په وخت کې شوی وو پر هغه یې نه یوازې د بلوچستان له ولسه بښنه غوښتې وه بلکې د بلوچستان حقونو پیل یې هم وکړ چې د بلوچستان ولس لپاره د روزګار نوي چانسونه ورته برابر شي. دغه ډول په اساسي قانون کې د ۱۸م ترمیم او اېن ایف سي ایوارډ کې و بلوچستان ته خپل حق ورکړی وو.

د نوموړي په وینا چې د پیپلز ګوند تېر حکومت نه یوازې د ګوادر بندر پرانستنه کړې وه بلکې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د چین- پاکستان اقتصادي راهدارۍ له لارې بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته د زیات پرمختګ ورکولو تکل کړی وو ځکه چې دغه دواړه صوبې د ترهګرۍ له امله تر ټولو زیاتې ځپل شوي دي. هغه وویل له بده مرغه د مسلم لیګ اوسني حکومت بلوچستان او خیبرپشتونخوا صوبې د سيپېک له ګټو محرومه کړي دي چې له امله په بلوچستان کې احساس محرومي نوره زیاته شوی ده او د بې روزګاره ځوانانو له خوا د ناامنیو په پېښو کې زیاتوال راغلی دی.

XS
SM
MD
LG