د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله کې ټرافیکي پېښې اووه تنه وژلي


د شانګلې له رانيال کلي سره نېږدې شهتوت کلي ته تلونکي يو ډاټسن ګاډی لرګو پل ماتيدو له کبله پرېوتي چې پکې اووه تنه مړه او اووه نور ژوبل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا په لیرې پرته سيمه شانګله ضلعه کې مرستيال کمېشنر عبدالکبير مشال ريډيو ته وویل د جمعي په ورځ تر لمانځه وروسته يو ډاټسن ګادی چې څوارلس تنه پکې سپاره ول چې له رانيال سره نېزدې د لرګیو پر یوه پله پورېوتلو چې دغه پل مات شو او په دې کې اووه تنه هغه ځای مړه شوي او نور اووه ژوبل شوي دي.

په مړو کې يو ماشوم هم شامل دی. دی وايي چې ټول مړي د شهتوت کلي اوسېدونکي ول.

مرستيال کمشير زياتوي چې دغه پل کچه وو او ډاټسن کې له سورلو سره سره خوراکي شيان هم په لوی مقدار کې بار ول. سره له دې چې پر پله تر پورېوتو مخکې يوولس کسان له ګاډي کوز کړل شوي هم ول، ګنې په دغه پېښه کې به د مړیو شمېره نوره هم زياته وه.

مړي او ژوبل تنان ځايي ولس او انتظامې را-ایستي دي.

XS
SM
MD
LG