د لاسرسي ځای

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي که وفاقي حکومت د قامي مالياتي کمېشن ايوارډ زر جاري نه کړو نو د وفاقي حکومت پر ضد به عدالت ته ځي او احتجاجونه به کوي.

د خيبر پښتونخوا د خزانې وزير مظفر سید مشال ريډيو سره په خبرو کې ووېل چې د وفاقي حکومت پر ضد عدالت ته تلو لپاره مشاورت جاري دی او په دې لړ کې به ډير زر حتمي فيصله کوي.

د ده په وینا چې قامي مالياتي کمېشن ايوارډ جاريکولو پهلړ کې د بلوچستان او سیند صوبې له حکومتونو سره خبرې اترې شوي دي او د پنجاب له حکومت سره به هم رابطه کوي.

مظفر سید زياته کړه چې وفاقي حکومت له خپلې ژمنې بيا بيا مخ اړوي او له صوبو سره زياتی کوي.

واضحه دې وي چې د نهې په ماښام د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په قامي اسمبلۍ کې ويلي وو چې حکومت په سيکيورټي کې زياتوالي، قبایلي سیمې، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر خرچې پوره کولو لپاره د صوبو د برخې نه ۳،۳فیصده مختص کول غواړي.

اسحاق ډار ووېل چې په دې اړه د صوبو لخوا د اتفاق رایې ضرورت دی چې کله پرې اتفاق وشي نو نوی قامي مالياتي اېوارډ به جاري کړي.

بل خوا د وفاقي وزير د دې خبرې په جواب کې د خيبر پښتونخوا خزانې وزير وايي چې فاټا، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان د وفاق تر واک لاندې راځي نو د هغې انتظام دې خپله کوي نه چې د نورو صوبو حق خوري.

هم په دې اړه د معاشي چارو يو کار پوه پروفيسر ډاکټر معراج الحق وايي چې د پاکستان د ائين مطابق هر پنځه کاله پس قامي مالياتي کمېشن ايوارډ جاري کول وي چې دا شان هر صوبې ته د هغې د آبادۍ او ضرورت مطابق حق ورکړل شي.

قامي مالياتي کمېشن۱۹۵۱ کې جوړ شوې وو چې پکې تر اوسه پورې اووهمالياتي ايوارډ جاري کړې شوي دي. د دې کمېشن جوړولومقصد د صوبو تر مینځ د پېسو او نورو وسايلو د برابرۍ په بنياد تقسيمول دي.

XS
SM
MD
LG