د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امن په خاطر د خپل زوی کېس بلې ضلعې ته لېږدول غواړم'


د مشال خان د وژنې کېس د مردان نه بلې ضلعې ته منتقل کولو لپاره د هغه د پلار اقبال خان په خواست د خېبرپښتونخوا حکومت پېښور های کورټ ته ويلي چې د امنيت له کبله د دې کېس اورېدنه د جېل دننه يا د بلې ضلعې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت کې په کولو هېڅ اعتراض نه شته.

د پنجشنبې په ورځ د پېښور های کورټ چيف جسټس يحيا اپرېدي او جسټس عبدالشکور د مشال خان د وژنې کېس اورېدنه وکړه.

د مشال د پلار اقبال خان له خوا مشر وکيل لطيف اپرېدي درخواست جمع کړی چې په مردان کې دوی ته د امنيت خطر دی نو عدالت دې دا مقدمه بلې ضلعې ته یوسي او يا دې په جېل دننه وکړل شي.

پر دې موقع د خېبر پښتونخوا حکومت وکيل ‘ايډووکېټ جنرل‘ عبدالطيف يوسفزي عدالت ته ويلي چې دا کېس له مردانه د هرې بلې ضلعې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت ته لېږدېدلی شي او يا د جېل دننه هم د دې کېس اورېدنه کېدلی شي.

د مشال خان پلار محمداقبال خان وايي چې دوی له مردانه د کېس اورېدنه د انتقالولو خواست ځکه کړی چې نه غواړي د مردان د خلکو او له صوابۍ د دې کېس د اورېدنې لپاره د تلونکیو هغو ترمنځ د تاوتريخوالي یو پېښه رامنځ ته شي.

"زموږ د مردان او صوابۍ په مجموعي توګه يو ښه تعلق دی نو موږ که مردان ته ځو، نو شل دېرش کسان به راسره وي، له هغوی سره به هم اتيا سل کسان اورېدنې له راځي. ځکه د امن په خاطر موږ ويل چې دا کېس په داسې يو ځای کې وشي چې يواځې وکيلان هغه ځای ته ځي او د خلکو پکې څه ونډه نه وي."

د مشال خان پلار زياتوي چې صوبايي حکومت هم ورسره دا خبره منلې ده چې د امن په خاطر دې د کېس اورېدنه له مردانه بل ځای ته انتقال شي او ژر ده چې د عدالت له خوا به دا پرېکړه وشي.

د نوموړي په وينا چې عدالت ويلي چې د بل فريق د وکيلانو سره به هم خبرې کېږي او له هغې وروستو به کومه پرېکړه مخې ته راځي.

د پنجشنبې په ورځ شوې اورېدنه کې د مشال خان په وژنه کې نومول شوي ۳۷ ملزمانو هم عدالت ته خواست کړی چې دوي دې فريق وګرځول شي او هم د دې له کبله عدالت اورېدنه وځنډوله.

د مشال خان پلار محمد اقبال خان د دې کېس لپاره جوړې ګډې پلټنيزې ډلې (جی ايي ټي) د راپور مخې ته راتلو وروستو دا ويلي وو چې په دې کېس کې ککړ خلک زورور دي او مردان ته په تلو راتلو کې دوي له خطر سره مخ کېدلی شي نو ځکه دې دا کېس يا خو جېل ته منتقل کړل شي او يا دې د دې اورېدنه پېښور کې د کولو امر وکړی شي.

د مشال خان پلار له دې وړاندې عدالت ته خواست کړی وو چې د هغوي لپاره دې په اسلام اباد کې د اوسېدو او د بچو لپاره په پنډۍ اسلام اباد کې د داخلو انتظام وکړی شي خو نوموړي د جمعې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې تر دې دمه د دغه درخواست په اړه کوم ځواب دوي ته نه دی ورکړل شوی.

د ذکر ده چې په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکو له خوا د اپرېل پر ديارلسمه د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د وژنې مقدمه دا وخت په سپريم کورټ کې هم روانه ده او د خېبرپښتونخوا پوليسو له خوا يو وار رپورټ جمع کړی شوی دی. د دې ترڅنګ د جی ايي ټي د راپور ځيني برخې هم مطبوعاتو کې خپرې شوې وې چې پکې دا ويل شوي وو چې په مشال خان د مذهب د سپکاوي تورونه نه دي ثابت شوي او د هغه د وژنې لپاره په خصوصي توګه ځيني کسانو د پوهنتون دننه منصوبه جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG