د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کندهار والي اشپږ ته ۳۰ زره ډالر او پاکستان کې د کور وعده شوې وه'


د افغانستان ملي امنيت وايي، له پاکستان يې په رسمي توګه د هغو درې مشکوکو کسانو ورسپارلو غوښتنه کړې چې د جنورۍ په مياشت کې يې د والي پرکور په شوي بريد کې لاس درلود.

معصوم ستانکزي د چارشنبې په ورځ د کندهار د بريد په اړه شوې پلټنې په ډاګه کړې.

په هغه بريد کې د متحده عرب اماراتو د ډپلوماټانو او د مرستيال والي په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

ښاغلي ستانکزي زياته کړه چې دا بريد د کندهار والي په کور کې کارکوونکي يوه اشپز (باورچي) د رېموټ کنټرول بم او چاودېدونکيو موادو په واسطه کړی وو.

د ده په وينا، دوو طالبانو اشپز ته ويلي ول، که يې کاميابه حمله وکړه نو دوی به هغه ته ۳۰ زره ډالر او په پاکستان کې يو کور ورکوي.

معصوم ستانکزي زياته کړه، حمله په کوټه کې مېشت د طالبانو شوری پلان کړې وه.

خو طالبانو دا خبره رد کړې او پاکستان لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG