د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په هنګو کې بې پیلوټه الوتکې د حقاني شبکې کومندان وژلی”


د حقاني شبکې د مشر پخوانی عکس
د حقاني شبکې د مشر پخوانی عکس

هنګو: د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حقاني شبکې یو مهم کومندان وژل شوی دی.

د هنګو یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، “د نهې په شپه شاوخوا دوې بجې یوې ډرون الوتکې د سپین ټل په سیمه کې پر یو کور دوه توغندي وتوغول چې پکې د ابوبکر په نامه یو کس وژل شوی دی”.

چارواکي وویل ، دا وژل شوی کس یو وسله وال وو او تعلق یې له حقاني شبکې سره وو او دا کور یې د خپل یوه جنګي مرکز په توګه استعمالولو.

بلخوا د سپین ټل ځايي خلک وايي، په دې برید کې درې نور کسان هم زخمیان شويدي خو امنیتی چارواکي د دې خبرې پخلی ونه کړ.

د سپین ټل سیمې بهرام خان مشال راډیو ته وویل ، د ابوبکر په نامه دغه وسله وال چې د افعانستان خوست سیمې اوسېدونکی وو او اصل نوم یې عمر و، [په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ تر] ضرب عضب عملیاتو ورسته د سپین ټل په دیوال سیمه کې اوسېدی.

بهرام خان وايي په ټپي شوو نورو درو کسانو کې یو د ابوبکر زوي هم شامل دی.

د حقاني شبکې له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG