د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي هیله من دی چې د خلیج کړکېچ به ژر هوار شي


نواز شریف او د سعودي مرستیال باچا محمد بن سلمان
نواز شریف او د سعودي مرستیال باچا محمد بن سلمان

اسلام اباد: د پاکستان وزیراعظم نوازشریف هیله څرګنده کړې ده چې د خلیجي ریاستونو ترمنځ کړکیچ به ډیر ژر ختم شي.

دا څرګندونې وزیراعظم نواز شریف د دوشنبې په ورځ سعودي عرب ته د یو ورځني سفر پر مهال کړې دي.

د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نواز شریف د دوشنبې په ورځ د سعودي عرب په جده ښار کې له باچا سلمان بن عبدالعزیز سره لیده کاته وکړل او په خلیجي هېوادونو کې د راپورته شوو حالاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړي.

خبر پاڼه زیاتوي، باچا سلمان بن عبدالعزیز د وزیراعظم نواز شریف د سفر مننه وکړه او له پاکستان سره یې په خپلې همکاری ټینګار وکړ.

وزیراعظم نوازشریف سره په دې یوه ورځنۍ دوره کې د پوځ مشر جنرال جاوید باجوه او د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم شامل وو.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب او د هغوی اتحادیانو پر قطر یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د دې ګام غندنه کړې اودا بندیزونه یې غیر قانوني او غیرمنصفانه بللي دي.

شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د دوشنبې په ورځ په پېرس کې له ځايي سفارتي چارواکو سره تر لیدو کتو ورسته خبریالانو ته مالومات ورکړل.

هغه وویل، دوي د قطر او خلیجي هېوادونو ترمنځ د کړکیچ کمولو لپاره د سفارتي هڅو ستاینه کوي.

خو د شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په وینا ، هیڅوک هم د قطر د بهرنیو چارو پالیسۍ په اړه هدایات نشي ورکولای.

سعودي عرب ، متحده عربي اماراتو ، بحرین ، مصر او یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو په روانه میاشت کې له قطر سره د اړیکو ختمولو اعلان وکړ.

دې هیوادونو پر قطر تور پورې کړ چې په سیمه کې له داسې سخت دریځو او ترهګرو ډلو سره مرستې کوي چې د دوي په وینا ایران یې هم تر شا ولاړی دی.

XS
SM
MD
LG