د لاسرسي ځای

پاکستان: پر ټولنیزې ميډیا محدودیتونو اندېښنې پارولي


د پنجاب صوبې په بهاولپور کې د خالي پر ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت یو شیعه وګړي ته پر فېسبوک د اسلام سپکاوي په تور د مرګ سزا واوروله.

عدالت په خپل حکم کې ويلې دي چې تېمور رضا په ۲۰۱۶م کال کې د سني مسلمانانو مذهبي مشرانو او د اسلام د پېغمبر د مېرمنو پر فېسبوک سپکاوی کړی وو. دا چې د داسې سزاګانو به پر هغو کسانو څه اغیز وي چې ټولینزه میډیا کاروي؟

په کوهاټ یونیورسټۍ کې د ژورنالېزم څانګې مشر پروېز خان وايي، د ټولنیزې میډیا له وجې زیاتره خلکو د خپل حق لپاره غږ پروته کړی او ډیری هغه مسئلې چې پخوا به مخې ته نه راتللې، ښکاره شوي خو اوس د حکومت لخوا پر ټولنیزه ميډیا بندیزونه لګول او خلکو ته د خپلې رایې په کارولو د سزاګانو ورکولو سره به د هغو کسانو هڅې کمې شي چې د ټولنې د مثبته بدلون لپاره کار کوي.

((په ټولنیزه میډیا د شوې خبرې شاته مقصد څه دی؟ ولې یې کوي او په کومه موضوع یې دا خبرې شورو کړې ده؟ دا ټول هر څه به حکومت ته مالومول ګرانه شي. البته که څوک د چا مرګ په فېسبوک په ژوندۍ بڼه ښايي یا د پر چا د تېري پېښه په څرګنده ښايي نو بیا خو حکومت له پکار ده چې داسې اقدامات وکړي خو دا نه چې حکومت د هرې رایې پر ضد ګامونه پورته کول پیل کړي او د هر تن نیول پیل کړي نو زما په خیال د دې هر څه به ګټه کمه او تاوان زیات وي.))

د پاکستان بشري حقونو کمیشن مشر مهدي حسن بیا وايي، په دغه هېواد کې د مذهب پر بنسټ امتیازي سلوک ډیر زیات دی او اکثره خلک د خپلو ذاتي دښمنیو لپاره پر بل تن د مذهب د سپکاوي تور پورې کړي. نوموړی زیاته کړه، پر ټولنیزه ميډيا بندیزونه، د جمهوریت ضد دي.

((ټولنیزه میډیا یوازې د رابطي ذریعه نه ده او نه هم دې ته موږ د ابلاغ عام ذریعه ویلي شو، البته پر دې څو کسان په خپل منځ کې پر مختلفو معاملو او یا موضوعګانو ذاتي بحث کوي او خپلې رایې ورکوي نو زما په خیال د حکومت له اړخه پر ټولنیزې میډیا دومره ډير بندیزونه لګول او بیانات ورکول، دې معاملې ته د ضرورت نه زیات اهمیت ورکول دي. د پخواني پوځي واکمن ضیا په وخت کې چې د مذهب سپکاوي په اړه کوم قانون جوړ شوی دي، باید هغې کې ترامیم وشي چې نور خلک دا قانون د خپلو ذاتي ګټو لپاره ونه کاروي.))

بلخوا په پېښور کې د بشري حقونو فعاله او د ټولنیزې میډیا په اړه د پوهاوی ورکولو د یو کمپېن مشره ثنا ګلزار وايي، پر فېسوک او ځېنو نورو ټولنیزو پاڼو اکثره د ځېنو کسانو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو لپاره د ښځینه کارکونکو په نومونو جعلي پاڼې جوړې کړي دي چې له وجې یې د هغوې کارونه اغیزمن شوې دي.

((حکومت دې د ټولنیزې میډیا ناسم کارولو پر ضد قوانین جوړ کړي خو د سمو پلټنو پر بنیاد دې سزاګانې ورکړي.))

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان په مې میاشت کې ویلي وو، په ټولنیزه میډیا د ځېنو کسانو لخوا دپاکستان کلتوري او مذهبي اقدار تر حملو لاندې دي او دوی دا نشې زغملای. نوموړي زیاته کړې وه چې د پلټنو وفاقي ادارې (FIA) لخوا د سپکاوي موادو ضد د کارروایانو له وجې د داسې موادو په خپریدو کې تر ډیره کمی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG