د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکې لوی څارنوال د کانګرس استخباراتو کمېټې ته خپل دریځ روښانوي


د امريکا لوی څارنوال جيف سيشنز ويلي، دی به د کانګرس د استخباراتو په کمېټه کې د هغو خبرو په اړه خپل دريځ روښانه کړي کومې چې د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې پخواني مشر، جيمز کومی روانه اوونۍ هم يادې کمېټې ته کړي.

کومی کمېټې ته په خپلې ګواهۍ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن کړی چې نوموړي د دې لپاره دی له دندې ګوښه کړ چې د امريکا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د روسيې د ممکنه لاسوهنې او له روسي چارواکو سره د امريکايي هغو د اړيکو په اړه پلټنې تر اغېز لاندې راولي.

د امريکا لوی څارنوال د شنبې پر ورځ په يوه مکتوب کې ويلي، دی به راتلونکې سه شنبه د کانګرس د استخباراتو کمېټې ته حاضر شي.

جيف سيشنز په دغه مکتوب کې، چې د رويټرز اژانس لاسو ته ورغلی ويلي، هغه موضوعات چې د امريکا د پلټنو فدارالي ادارې پخواني مشر، جيمز کومی د زيارت پر ورځ راپورته کړل، ورته د ده لخوا د ځواب ويلو لپاره تر ټولو غوره ځای هم د کانګرس د استخباراتو کمېټه ده.

نوموړي زياته کړې، د امريکا د کانګرس استخباراتو کمېټې چون وار د مخه د هغه هېواد په تېرو ولسمشريزه ټاکنو کې د روسيې د ممکنه لاسوهنې په اړه پوښتنې تر څېړنو لاندې نيولي او په دغه باب محرمو اسنادو ته لاس رسی هم لري، ځکه نو دی غواړي چې په هم ياده کمېټه کې خپل ځواب جمع کړي.

سيشنز تېره مارچ مياشت ځان له هغو پلټنو ليرې وساتلو چې هدف يې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د ممکنه لاسوهنې موضوع څېړل وو.ده البته هغه وخت ويلي وو چې د روسيې له سفير سره د تېر کال د خپلې ليدنې خبرې نه په ډاګه کولو په ترڅ کې يې کوم ناسم کار نه دی کړي.

د رويټرز خبري اژانس رپورټ زياتوي، د امريکا د کانګرس د استخباراتو کمېټې ته د هغه هېواد د پلټنو فدارالي ادارې د پخواني مشر خبرو له روسي چارواکو سره د امريکا د لوی څارنوال د اړيکو په اړه نوې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG