د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په کرکټ کې بله کارنامه وکړه

د افغانستان د لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سر ۲۱۲ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ.

په ځواب کې د ويسټ انډيز ټول لوبغاړي په ۴۵م اوو کې د ۱۴۹ منډو له جوړولو ورسته اوټ شول.

د افغانستان له خوا راشدخان په ۸.۴ اورونو کې یوازې ۱۸ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړي یې اوټ کړل.

دا د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې د یو بالر له خوا په یوه سیالي کې څلورم ښه لوبه ده.


راشد خان ۱۸ کلن دی خو تر اوسه یې په ۲۷ یو ورځنیو لوبو کې ۶۰ وکټونه اخیستي دي.

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په شپه پر هم دې میدان تر سره کېږي.

نور وښیئ

انځور سایز

بوریوال کاکړ

بوریوال کاکړ د مشال راډیو لپاره د پاکستان او افغانستان په اړه رپوټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG