د لاسرسي ځای

تازه خبر

عنایت الله خان: په پېښور کې چټک بسونه پیلوو


عنایت الله خان
عنایت الله خان

پېښور: د خيبر پښتونخوا د بلدیاتو وزير عنايت الله خان وايي چې د سږ کال په بجټ کې یې په صوبه کې د نوو پرمختیايي منصوبو لپاره څه د پاسه ۲۸ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

نوموړي د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل ، دا ۲۸ اربه روپۍ به دوي ضلعي حکومتونو ته ورکوي چې په خپلو سیمو کې یې د پرمختګ پر کارونو ولګوي.

هغه وویل ، تر دې وړاندې په صوبه کې ضلعي حکومتونو ته له ۲۰۰۱ لومړي کاله تر ۲۰۱۳م کاله یوازې ۱۴ اربه روپۍ ورکړل شوې وې.

عنایت الله خان وویل چې دوي په پېښور کې د زیات ټرېفیک مسلې هواري لپاره د چټکو بسونو پروژه هم پلان کړې ده.

د ده په وینا ، دا پروژه به د روان کال له اګست میاشتې پیل شي. دا به په شپږو میاشتو کې مکمله شي او ۵۳ اربه روپۍ لګښت به پرې راځي.

د نوموړي په وینا ، په دې پروژه کې به زیاتره مرسته د اسیا د پرمختګ بېنک له خوا ترلاسه شي.

عنایت الله خان دا هم وویل چې د وزیراعلی په مشرۍ کې چین ته تللي پلاوي له کوربه هیواد سره د شاوخوا ۶۰ اربه روپیو منصوبې لاسلیک کړې دي چې پر هغوی به هم ډېر ژر کار پیل شي.

خو بلخوا د بلدیاتي ادارو غړي د حکومت دا دعوې ردوي او په خپلو ضلعو کې د فنډونو له نیشتوالي سر ټکوي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو هم د صوبايي حکومت له خوا وړاندې کړې بجټ رد کړی دی.

هغوي وايي ، صوبايي حکومت د چین او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ پروژې هم په خپلو پرمختیايي منصوبو کې شمارلې دي.

دا له هغه ورسته ده چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ، جماعت اسلامي او قومي وطن ګوند شریک حکومت د چارشنبې په ورځ د خپلې واکمنۍ پنځم او وروستی بجټ وړاندې کړ.

د بجټ ټول حجم ۶۰۳ اربه روپۍ ښودل شوی او ویل شوي چې ۲۰۸ اربه روپۍ پکې د پرمختیايي پروژو لپاره بېلې کړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG