د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ د اېف بي ای پخواني مشر تورونه رد کړل


پراګ - سپینې ماڼۍ د امریکا د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف بي ای) د پخواني مشر جېمز کومي د تورونو په ځواب کې ویلي دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ درواغجن نه دی.

دا خبره د سپېنۍ ماڼۍ ویاندې سارا هکابي د پنجشنبې (زیارت) پر ماښم تر هغې وروسته وکړه چې کومي د سېنېټ د استخباراتي کمېټۍ اورېدنې ته معلومات ورکړل.

کومي وویل، ټرمپ په اېف بي ای کې د لویو نیمګړتیاو په اړه د درواغو له ویلو سره دا اداره بدنامه کړې ده:

((له قانون سره سم، دا اړینه نه ده چې د اېف بي ای د مشر له دندې څخه د لرې کولو دلیل یا وجه دې ورکړل شي خو [د ولسمشر ډونلډ ټرمپ] ادارې نه یوازې زه، بلکې په تېره اېف بي ای یې بدنامه کړه او داسې یې وویل چې په اېف بي ای کې ګډوډي وه، مشري یې سمه نه کېده او دا چې کارکوونکو یې پر خپل مشر باور بایللی وو. که په سپینه او ساده ژبه وویل شي، دا هر څه درواغ ول.))

کومي د سېنېټرانو تر ځوابونو ورکولو مخکې د ریښتیا ویلو لوړه وکړه او په پرانیستونکې وینا کې یې پر دې خپګان وښود چې له دندې څخه په سمدستي توګه تر لرې کېدو وروسته یې له خپلو همکارانو سره سمه مخه ښه هم ونکړای شوه.

ولسمشر ټرمپ د مې په پیل کې کومي له دندې لرې کړ.

کومي د سېنېټ غونډې ته وویل، فکر کوي ځکه له دندې لرې کړل شو چې اېف بي ای د ټرمپ له نېږدې همکارانو سره د روسي چارواکو او د تېر کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسۍ مداخلې د تورونو پلټنې کولې.

خو سپینې ماڼۍ د کومي تورونه رد کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG