د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه کې د بخښنې نړيوال سازمان د څانګې مسؤل ونيول شو


ترکي مقاماتو د سېشنبې په ورځ په ترکيه کې د بخښنې نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنېشنل د څانګې مسؤل ونيوه.

پر هغه تور پورې شوى چې په امريکا کې مېشت د ترکيې له مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن سره اړيکې لري.

پر ګولېن تور دى چې د تېر ميلادي کال په ناکامه کودتا کې يې لاس درلود.

د بخښنې نړيوال سازمان په حواله، تانِر کيليچ او ٢٢ نور قانون‌پوهان د ازمير ولايت په ساحلي ښار ايژه کې نيول شوی دی.

په ترکيه کې له تېرې ناکامې کودتا راهيسې چارواکو تر ٥٠ زرو ډېر کسان نيولي او د سرتېرو، پوليسو، ښوونکو او مأمورانو په ګډون‌يې يونيم لک نور کسان يا له دندو لیرې کړي، يا يې دندې ځنډولې دي.

د امنسټي انټرنېشنل سرمنشي سليل شيټي وويل، تانِر کيليچ د هغې ازادۍ د دفاع اوږده سابقه لري چې د ترکيې چارواکي يې اوس د محدودولو هوډ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG